د زابل ولایت د محاکمو د قضائي او اداري غړو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه
د زابل ولایت د مرافعه محکمې د رئيس محترم مفتي عبدالجليل (سفيان) په مشرۍ؛ د ياد ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې د غړيو، د عدليې او زراعت رياستونو د رئيسانو په شتون کې په ۸/ ۲/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د همغږۍ غونډه وشوه.
یاده غونډه د مرافعه محکمې د رئيس په وينا پيل شوه؛ ورپسې د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وويل شو او د مرافعه محکمې رئيس د سترې محکمې د عالي مقام د دارالانشاء محترم عمومي رياست د ۱۴۴۴هـ ق کال د ۲۴ نمبر متحدالمآل په عملي کولو ټينګار وکړ.
د غونډې په دوام ځينې متفرقه موضوعات هم غونډې ته د حل په موخه وړاندې شول؛ د غونډې ګډونوالو د ذکر شويو موضوعاتو د حل لپاره خپل نظرونه وړاندې کړل او د حل په موخه يې لازمې پرېکړې وشوې.
غونډه د دعا په لوستلو پای ته ورسېده.