سترې محکمې عالي شورا د غونډې خبرپاڼه د لیندۍ۹مه، ۱۳۹۹

د سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې مخکې د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ خپله اونیزه قضايي ناسته ترسره کړه.
په پيل کې د جزايي مسوولیت د عمومي مشدده احوالو او انواعو په اړه بحث وشو او د جزا کود له ۲۱۷مادې تر ۲۲۰ مادو په اتکا، روښانه شوه چې هر کله محاکم د عمومي مشدده احوالو د شتون پرمهال د جزا په تشدید پریکړه وکړي، محاکم اړ دي چې د یادو شویو موادو په فقراتو کې ذکر شوي حالات چې د جزا د تشدید لامل ګرځیدلي دي، د خپلو حکمونو د دلایلو په اسبابو کې په روښانه توګه ذکر کړي.
ورپسې له اجنډا سره سم د قضايي تفتیش لوی ریاست د اقتضايي تفتیش د راپور پر بنسټ، د هرات ولایت ابتدایه محکمې له قاضیانو څخه یو تن چې د څیړنو پرمهال یې وظیفوي تیروتنه تشخیص شوې وه، واوریدل شوه او یاد قاضي ته د قضايي تیروتنو د رسیده ګۍ د طرز د مقررې له حکمونو سره سم تادیبي جزا ورکړل شوه.
ورپسې د لویه څارنوالۍ د پیسو د جعل او د کابل ولایت د استیناف محکمې د جزايي اجرااتو د قانون د ۳۳۳مادې د حکم په رعایت سره له وظیفوي واک څخه د سو استفادې او د رشوت د اخیستو په تور محکوم په اړه، د واکمنې محکمې د تعیین په اړه د راغلو استهدایو په اړوند، د هیواد نافذه قوانینو په رڼا کې لازمې لارښونې ترسره شوې.
د ناستې په دوام کې له زوړوالي څخه د ساتنې په موخه په مخزنونو کې د وثایقو د کندو طرزالعمل، له جعل او تزویر څخه د کندو د مصوون ساتلو، له ناقانونه لاسوهنو، ضررونو او نورو احتمالي پيښو څخه د مخنیوي په موخه تصویب او د هیواد په محاکمو کې یې د پلیتابه په اړه لارښونه ورکړل شوه.
دغه شان په ناسته کې یوه مدني د تجدید نظر عریضه د مدني محاکماتو د اصولو د قانون د ۴۸۲مادې په پام کې نیولو سره او دغه شان یو شمیر په جزایي برخو کې د محکمو د تبدیلۍ عریضې تر رسیدهګۍ لاندې ونیول شوې او په ورته وخت کې د لویه څارنوالۍ د وړاندیز پر بنسټ د ۴۷ټوکه جزايي دوسیو د قضايي رسیدهګۍ واک د غزني، بادغیس، کندهار، سمنګان او ننګرهار ولایتونو استیناف محکمو ته ورکړل شو.