سترې محکمې د عالي شورا د غونډې خبرد غوايي ۳۰مه

humaira
Wed, May 20 2020 8:26 AM
شور

د سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې وړاندې د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ غونډه ترسره کړه. 

لومړی د قضایه قوې عمومي اداري آمریت ته لارښونه وشوه چې د قانون د حاکمیت او له اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا د وروستیو مصوبات چې د قضائیه قوې په اړوند دي په دقیقه توګه تعقیب او ددغه شورا د ۶مه ګڼه غونډې د مصوبې له مخې، د ۱۳۹۹ – ۱۴۰۰ کلونو لپاره د سترې محکمې، لومړیتوب لرونکې برنامې وروستۍ او د ټاکل شوي نیټې تر تیریدو وړاندې، باید اړونده مرجع ته واستول شي. 

ورپسې د سترې محکمې عالي شورا د مخکنیۍ مصوبې په پام کې نیولو، چې په قانون کې د تعدیل له لارې د قانوني ستونزو تر له منځه وړلو پورې د انلاین محاکمې د طرزالعمل د تصویب پر بنا و، په پام کې نیولو سره – د انلاین یا له لیرې د محاکمې او له دې سیستم څخه د استفادې په اړه د جامع طرحې په اړه چې د تدقیق او مطالعاتو د ریاست له لوري يې طرح یې چمتو شوې وه، د کویډ۱۹ ناروغۍ له کبله رامنځته شوي وضعیت ته په کتو، په اړه یې بحث وشو د طرحې د لا بډایه کیدو په موخه په دې اړوند بحث د عالي شورا بلې غونډې ته موکول او دغه شان د تدقیق او مطالعاتو ریاست ته دنده وسپارل شوه چې اړونده قانوني تعدیلات د وروستیو قانوني مراحلو لپاره چمتو کړي. 

وروسته په داسې حال کې چې د لویه څارنوالۍ د قضايي تعقیب مرستیال دوکتور غلام حیدرعلامه هم حضور درلود، په جزايي مسایلو فریبکارۍ، اختلاس او انسان تښتونې کې یو شمیر د محکومینو د تجدیدنظر غوښتنې، د جزایي اجرااتو قانون د ۲۸۲ مادې په رڼا کې، تر رسیده‌ګۍ لاندې ونیول شوې او په اړوند یې لازم تصامیم ونیول شول. 

دغه شان په غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو ریاست له لوري یو لړ راغلي استهداات چې په قونسلګریو کې د اړونده وثیقو د ترتیب په اړه د معرفت د شهودو د حضور او نه حضور په اړه او دغه شان د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو ریاست استهدایه چې د یوې جزایي دوسیې د صلاحیت د تنازع په اړه وه- او یو شمیر د قضاتو د قضايي کادر اړونده مسایل او قضايي سرغړونې تر رسیده‌ګۍ لاندې ونیول شول او په اړه یې وروستي تصمیمونه ونیول شول. 

په دې سربیره، د لویه څارنوالۍ په غوښتنه د (۵۶) ټوکه دوسیو د رسیده‌ګۍ واک د غور، پکتیا، بغلان، فراه، پکتیکا، لغمان، نیمروز، کاپيسا، خوست، بدخشان او ارزګان ولایتونو ته ورکړل شو

Latest news

Sun, Nov 10 2019 10:47 AM
Background image

گزارش برنامه آموزشی مدیریت تغییر و فرهنگ سازمانی

 

 گزارش برنامه آموزشی مدیریت تغییر و فرهنگ سازمانی مطابق پلان سال 1398 ریاست ارتقأ ظرفیت و ارزیابی اجراآت برای کارمندان ارشد ریاست های منابع بشری، استخدام و سوانح ، ارتقأ ظرفیت و. . .

Fri, Mar 15 2019 8:33 PM
Background image

Afghan Judiciary spokesman conference for violence cases against women

Over the past four years, more than 7,200 cases of violence against women have been received . . .

Mon, Mar 04 2019 8:22 PM
Background image

Report of Supreme Court high council meeting

In addition to the Supreme Court, the Supreme Court met on Saturday 11th of 1397, under the chairmanship of the Supreme Court head of the Sejd Yusuf Haleim, and convened a series of. . .

BACK TO NEWS