د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۲۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۴۶) وثیقې هم اجرا کړې دي
د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱۵/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۴۲۵) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۴۶) وثيقې یې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۷۱) حقوقي دوسيې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۶۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۷) دوسیې فیصله شوې، (۱۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۲۴۰) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۸) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۶۸) دوسیې فیصله شوې، (۹) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۵۸) تجارتي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۴۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۰) دوسیې فیصله شوې، (۲۱) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۴۶) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.
