د میدان وردګ ولايت د بهسود (حصه اول) ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه
د ميدان وردګ ولايت د بهسود (حصه اول) ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو، د قومي مشرانو او سپين ږيرو په منځګړيتوب په ۱۸/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د قتل رامنځته شوې موضوع حل او فصل شوه.
دغه پېښه د یادې ولسوالۍ د «قل کلان» په سيمه کې په ۲۵/ ۴/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه رامنځته شوې وه؛ چې ابتدائيه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته، د یادې محکمې د مسؤولينو په هڅو د دواړو کورنيو ترمنځ شته دښمني په دوستۍ بدله شوه او موضوع يې رسماً پای ته ورسېده.