د کونړ د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
Thu, Aug 01 2024 11:47 AM
د کونړ د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کونړ ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم الحاج مولوي عزیزالرحمن (حقاني) په مشرۍ په ۱۹/ ۱/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د حقوقو آمريت او د ولسواليو د ابتدائيه محاکمو د حقوقو مديریتونو له مسؤولينو سره د چارو د چټکتيا او ښې همغږۍ په موخه غونډه وشوه.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، د غونډې په ارزښت يې تفصيلي خبرې وکړې وويل، اسلامي نظام کې محاکم د عدالت تأمینوونکي بلل کېږي، د دغه نظام موخه د ظلم مخنیوی او د مظلوم څخه دفاع ده.
دغه راز د مرافعه محکمې رئيس زیاته کړه، د موضوعاتو په تطبیق کې باید ډېر جدي وو، موضوعات باید په خپل وخت پرته له ځنډ څخه حل او فصل شي او د اجراآتو په تړاو یې راپور ورکړل شي.
د مرافعه محکمې رئيس له مراجعينو سره په ښه سلوک، حاضرۍ ته په پابندۍ او دوسيو باندې په خپل وخت او غور سره اجراآتو کولو باندې ټينګار وکړ.
د غونډې په وروستيو کې راغلو مسؤولینو خپل نظرونه او وړانديزونه د مرافعه محکمې له رئيس سره شريک کړل او د يادو مسايلو د حل ډاډ ورکړل شو.
غونډه د مرافعه محکمې رئیس په دعاء پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, Dec 07 2024 2:31 PM
Background image

The head of the Criminal Division of the Supreme Court traveled to Faryab Province to finalize the investigation of criminal cases

Under the special guidance of Shaikh Abdul Hakim "Haqani”, the chief justice of the supreme court; Mufti Atiqullah “Darwish”, the head of the Criminal Division of the Supreme Court,. . .

Tue, Dec 03 2024 12:02 PM
Background image

The head of the Criminal Division of the Supreme Court traveled to Balkh Province to finalize the investigation of criminal cases

Under the special guidance of Shaikh Abdul Hakim "Haqani, the chief justice of the supreme court; Mufti Atiqullah “Darwish”, the head of the Criminal Division of the Supreme Court,. . .

Wed, Nov 27 2024 12:53 PM
Background image

In Parwan Province, the Divine Order of “Hadd Qadhf” Was Implemented on a Criminal

بسم الله الرحمن الرحیم
الحمدلله و کفی والصلاة والسلام علی عباده الذین اصطفی، اما بعد:    
Allah (SWT) says
                 . وَالَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنٰتِ ثُمَّ لَمْ يَأْتُوا. . .

BACK TO NEWS