د کابل د مرافعه محکمې د اراضي، قضایای امارت او حقوقو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
Tue, Jul 09 2024 2:04 PM
د کابل د مرافعه محکمې د اراضي، قضایای امارت او حقوقو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

په ۲۶/ ۱۲/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ، د کابل ښار د ابتدائیه محاکمو رئیسانو، د اراضي رئیس او آمرینو، د قضایای امارت رئیس او آمرینو، د کابل د حقوقو محترم رئیس او آمرینو او د مرافعه محکمې د مخزن د رئیس په ګډون د مرافعه محکمې د مقام په دفتر کې د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې لومړی د کابل ښار ابتدائیه محکمې د درېیم زون محترم رئیس د څلورو زونونو په استازيتوب دوسیو ته په ځنډ د رسېدنې لاملونه څرګند کړل او وویل،
۱ - د حقوق ریاست باید د تمرد دوسیې په دقیقه توګه وڅیړې، چې آیا شخص متمرد دی او که نه، بیا یې محکمې ته واستوي.
۲ـ د دوسیې عناوین باید په دقیقه توګه مشخص شي، تر څو په دقیقه توګه اصلي مرجع ته واستول شي.
۳ـ عریضه لیکوونکو سره باید وخت په وخت غونډې وشي، تر څو عریضه لیکوونکي عریضې په دقیقه توګه او د عریضو د شرطونو سره سم  ولیکي. 
۴ـ د حقوق ریاست د ضمانت په اخېستلو کې باید ډېر پام وکړي، د ضامن په اړه ټول هغه اړین اجراآت تر سره کړي، چې په راتلونکې کې د ضامن حاضرول آسان وي.
د غونډې په دوام د حقوقو ریاست مسؤولینو وویل، مونږ تر ډېره حده خپل کوښښ کړی، تر څو خپل مسؤولیتونه په سمه توګه ترسره کړو او په راتلونکې کې به د اصلاح او سمون لا ډېره هڅه کوو.
د غونډي په دوام د اراضي رياست کې شته دوسيو ته پر وخت رسېدنې په اړه هم هر اړخيز بحث وشو.
د غونډې په وروستيو کې د مرافعه محکمې محترم رئیس د قضایای امارت مسؤولینو ته هدایت وکړ، چې جلبونه باید په وخت سره جلبیدونکو اشخاصو ته ورسوئ، تر څو دوسیو ته یې پر وخت سره رسېدنه شوې وي، محترم ساجد زیاته کړه، چې قضایای امارت ته چې یوه میاشت د څیړنو د راټولولو لپاره په پام کې نیول شوی، یاد معیاد د څیړونو لپاره کم دی او باید په دې اړه د سترې محکمې له عالي مقام سره غونډه وشي.
یاده غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

Latest news

Thu, Apr 17 2025 6:15 PM
Background image

Chief Justice and head of the Supreme Court Traveled to Helmand Province

On wednesday, 18th Shawwal al-Mukarram, 1446 AH, His Excellency Sheikh Abdul Hakim Haqqani, the Chief Justice and head of the Supreme Court, paid an official visit to Helmand Province. . .

Wed, Apr 16 2025 6:04 PM
Background image

Chief Justice and head of the Supreme Court Traveled to Nimroz Province

On Tuesday, 17th Shawwal al-Mukarram, 1446 AH, His Excellency Sheikh Abdul Hakim Haqqani, the Chief Justice and head of the Supreme Court, paid an official visit to Nimroz Province. . .

Tue, Feb 25 2025 3:24 PM
Background image

The head of the supreme court’s public security Division finalized some criminal cases during his travel to Balkh province

Under the guidance of the Supreme Court’s Tamiz Directorate, the Head of the Public Security Division, Mufti Abdulrahman Azizi, accompanied by Mufti Qudratullah Seerat, traveled to. . .

BACK TO NEWS