پکتيکا ولايت کې دوو متهمينو ته تعزيري سزا ورکړل شوه

په ۱۱/ ۱۱/ ۱۴۴۵هـ ق نېټه د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د پریکړې په اساس دوه تنه چې پر غلا متهم وو؛ تعزيري سزا ورکړل شوه.
د برمل ولسوالۍ ابتدائيه محکمې ياد متهمين پر يو کال تنفيذي بند او (۳۰) دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو، چې ياد حکم د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر متهمينو تطبيق شو.