د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس سمنګان ولایت ته سفر وکړ
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په ځانګړي هدایت په ۲۰/۲/۱۴۴۶ هـ ق نېټه د یو شمېر مهمو جزائي دوسیو د نهايي کولو او له ولایتي مسؤولینو سره د لیدنې په موخه سمنګان ولایت ته سفر وکړ.
د سترې محکمې د جزاء دېوان رئیس چې محترم مفتي عبدالحی (شاکر) یې ملتیا کوله سمنګان ولایت ته د دغه دوه ورځني سفر پر مهال یاد ولایت کې شپږ مهمې جزائي دوسیې چې د قتل موضوعات هم په کې شامل وو، حل او فصل کړې.
دغه راز محترم مفتي عتیق الله (دروېش) په یاد سفر کې د سمنګان ولایت د محاکمو له اړوند قضائي غړو سره وکتل او د جزائي موضوعاتو د حل او فصل په موخه یې تر تفصیلي خبرو وروسته لازم هدایات ورسره شریک کړل.
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د جزائي دوسیو له جانبینو سره وکتل او له هغوی یې د دوسیو په اړه بشپړ تحقیقات وکړل.
په دې سربېره محترم مفتي عتیق الله (دروېش) صاحب د سمنګان ولایت له والي محترم مولوي محمد شعیب (رسالت) او نورو مسؤولینو سره وکتل، د ولایتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د لا تقویې او دغه راز د هېوادوالو موضوعاتو ته د ژر رسېدنې پر لارو چارو یې ورسره تفصیلي خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د ولایتي ادارو مسؤولینو د جزا دېوان عمومي رئیس ته ډاډ ورکړ چې د خلکو د ستونزو د حل او هېوادوالو ته د غوره خدماتو وړاندې کولو په موخه به له یو بل سره قوي اصولي همکاري کوي.
د یادونې وړ ده چې د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) د جزائي دوسیو د نهائي کولو په موخه د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو ته هم سفرونه کړي دي.