محترم سيد عمر د پکتيکا ولايت د قضاتو قطعې د نوي قوماندان په توګه معرفي شو

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۳:۵۵
محترم سيد عمر د پکتيکا ولايت د قضاتو قطعې د نوي قوماندان په توګه معرفي شو

په ۲۷/ ۱۲/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د پکتیکا ولایت د قضاتو قطعې لپاره نوی ټاکل شوی قوماندان محترم سید عمر د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت د قضاتو او امنیتي قطعې منسوبينو ته ور وپېژندل شو.
ياده غونډه د پکتيکا د مرافعه محکمې د رئیس محترم مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ جوړه شوې وه او د مرافعه محکمې د قضاتو او امنیتي قطعې منسوبینو په  کې ګډون درلود.
غونډه د مدني او عامه حقوقو دېوان د رئیس مولوي عبدالله (فیاض) په وینا پیل شوه؛ نوموړي په خپله عالمانه وینا کې د قضاتو قطعې د مخکني قوماندان افتخار احمد ستاینه وکړه، نوي قوماندان ته یې د ښه راغلاست تر څنګ په کارونو کې د بریالیتوب دعا وکړه.
د غونډې په دوام د پکتیکا د مرافعه محکمې رئيس عالمانه وینا وکړه او د حاکم او مسؤول صفات يې بیان کړل، د پخواني قوماندان ستاینه يې وکړه او نوي قوماندان ته یې د ښه راغلاست تر څنګ خپلو کارونو ته د متوجې کېدو په اړه لازمې لارښوونې وکړې او د یادې قطعې منسوبینو ته یې هدایت وکړ چې د خپل قوماندان اطاعت وکړي.
غونډه د مرافعه محکمې د رئيس په دعا پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۵:۳۵
Background image

رئیس دیوان مدنی ستره محکمه در رأس یک هیئت به ولایت کندز سفر کرد

محترم شیخ محمد قسیم (محمدی) رئیس دیوان مدنی ستره محکمه به همراهی مفتی محمد حسین (کوثری)، مفتی عزیزالله (حیدری) و مفتی عرفان الله (حامد) در سلسله سفرهای شان به ولایات شمال، امروز دوشنبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۱۴:۵۰
Background image

رئيس محکمهٔ مرافعهٔ دايکندی از محاکم ابتدائيۀ ولسوالی‌های کیتی و کجران آن ولايت بازديد نمود

به تاریخ ۲۶/ ۲۷/ ذوالحجة الحرام سال ۱۴۴۵هـ ق محترم الحاج مولوی عبدالکریم (محمدی) رئیس عمومی محکمهٔ مرافعه از محاکم ابتدائیه ولسوالی‌های کیتی و کجران ولایت دایکندی بازدید نمود.
رئیس. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۴ - ۱۴:۲۸
Background image

رئیس دیوان مدنی ستره محکمه در رأس یک هیئت وارد ولایت بلخ شد

محترم شیخ محمد قسیم (محمدی) رئیس دیوان مدنی ستره محکمه به همراهی مفتی محمد حسین (کوثری) و مفتی عزیزالله (حیدری) در جریان سفرهای شان به ولایات شمال، روز شنبه (تاريخ ۷/ ۱/ ۱۴۴۶هـ ق) وارد. . .

بازگشت به اخبار