د کابل د مرافعه محکمې د اراضي، قضایای امارت او حقوقو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۴:۴
د کابل د مرافعه محکمې د اراضي، قضایای امارت او حقوقو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

په ۲۶/ ۱۲/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ، د کابل ښار د ابتدائیه محاکمو رئیسانو، د اراضي رئیس او آمرینو، د قضایای امارت رئیس او آمرینو، د کابل د حقوقو محترم رئیس او آمرینو او د مرافعه محکمې د مخزن د رئیس په ګډون د مرافعه محکمې د مقام په دفتر کې د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې لومړی د کابل ښار ابتدائیه محکمې د درېیم زون محترم رئیس د څلورو زونونو په استازيتوب دوسیو ته په ځنډ د رسېدنې لاملونه څرګند کړل او وویل،
۱ - د حقوق ریاست باید د تمرد دوسیې په دقیقه توګه وڅیړې، چې آیا شخص متمرد دی او که نه، بیا یې محکمې ته واستوي.
۲ـ د دوسیې عناوین باید په دقیقه توګه مشخص شي، تر څو په دقیقه توګه اصلي مرجع ته واستول شي.
۳ـ عریضه لیکوونکو سره باید وخت په وخت غونډې وشي، تر څو عریضه لیکوونکي عریضې په دقیقه توګه او د عریضو د شرطونو سره سم  ولیکي. 
۴ـ د حقوق ریاست د ضمانت په اخېستلو کې باید ډېر پام وکړي، د ضامن په اړه ټول هغه اړین اجراآت تر سره کړي، چې په راتلونکې کې د ضامن حاضرول آسان وي.
د غونډې په دوام د حقوقو ریاست مسؤولینو وویل، مونږ تر ډېره حده خپل کوښښ کړی، تر څو خپل مسؤولیتونه په سمه توګه ترسره کړو او په راتلونکې کې به د اصلاح او سمون لا ډېره هڅه کوو.
د غونډي په دوام د اراضي رياست کې شته دوسيو ته پر وخت رسېدنې په اړه هم هر اړخيز بحث وشو.
د غونډې په وروستيو کې د مرافعه محکمې محترم رئیس د قضایای امارت مسؤولینو ته هدایت وکړ، چې جلبونه باید په وخت سره جلبیدونکو اشخاصو ته ورسوئ، تر څو دوسیو ته یې پر وخت سره رسېدنه شوې وي، محترم ساجد زیاته کړه، چې قضایای امارت ته چې یوه میاشت د څیړنو د راټولولو لپاره په پام کې نیول شوی، یاد معیاد د څیړونو لپاره کم دی او باید په دې اړه د سترې محکمې له عالي مقام سره غونډه وشي.
یاده غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۶:۱۸
Background image

محاکم پروان طی دو هفته علاوه بر رسيدگی به (۱۶۳) دوسیه، به تعداد (۴۳۱) وثایق نیز اجرا کرده‌است

خلاصۀ اجراآت قضائی محاکم ولايت پروان، دواوين محکمۀ مرافعهٔ، وثايق، محکمۀ ابتدائیه شهرى و محاکم ابتدائیۀ ولسوالى‌ها از تاريخ ( ۲۵/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق الى ۷/ ۴/ ۱۴۴۶ هـ ق) در بخش هاى حقوقى،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۶:۱۴
Background image

محاکم غزنی طی يک ماه علاوه بر رسيدگی به (۶۴۸) دوسیه، به تعداد (۵۹۹) وثایق نیز اجرا کرده‌است

خلاصۀ اجراآت قضائی محاکم ولايت غزنی، دواوين محکمۀ مرافعهٔ، وثايق، محکمۀ ابتدائیه شهرى، محکمۀ نظامی زون غزنی و محاکم ابتدائیۀ ولسوالى‌ها از تاريخ ( ۱/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق الى ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق). . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۱:۱۶
Background image

محاکم سمنگان طی دو هفته علاوه بر رسيدگی به (۱۳۹) دوسیه، به تعداد (۱۹۸) وثایق نیز اجرا کرده است

خلاصه اجراآت قضائی محاکم ولايت سمنگان، دواوين محکمهٔ مرافعهٔ، وثايق، محکمهٔ ابتدائیه شهرى و محاکم ابتداٸيه ولسوالى ها از تاريخ ۲۵/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق الى ۷/ ۴/ ۱۴۴۶ هـ ق به شرح ذیل می باشد:
د. . .

بازگشت به اخبار