د پکتيا د مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د څمکنیو او ډنډه پټان ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۱۱:۶
د پکتيا د مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت د څمکنیو او ډنډه پټان ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب المرجب مياشتې په ۱۶مه نېټه د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) د یوه پلاوي په ملتيا د پکتیا ولایت د څمکنیو او ډنډه پټان ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس د څمکنیو ولسوالۍ ابتدائيه محکمې نوی رئيس ښاغلی مولوي جنت میر (متقي) د یادې ولسوالۍ مسؤولینو ته ور معرفي کړ، دغه راز یې د يادو محاکمو له قضائي او اداري چارو څارنه وکړه، د یادو ولسوالیو د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل اړتیاوې او نظرونه یې له نږدې وکتل.
د ليدنې په دوام د مرافعه محکمې محترم رئيس د يادو ولسواليو مسؤولینو او منسوبینو ته په قضائي چارو کې د لا ډېر اخلاص او دقت سپارښتنه وکړه.
الحاج مفتي عبیدالله (خالد) له ابتدائيه محاکمو سربېره د یادو ولسوالیو له ولسوالانو، امنیه قوماندانانو او د ولسوالیو له نورو اجرائيوي مسؤولینو سره هم وکتل، د ذکر شویو ولسوالیو مسؤولین یې وهڅول چې له محاکمو سره همغږي او همکار پاتې شي او د محاکمو په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
 د ليدنې په وروستيو کې د مرافعه محکمې عمومي رئيس د پکتیا ولایت د څمکنیو او ډنډه پټان ولسوالیو له مشرانو او ولسونو سره وکتل او د محاکمو د فعالیت په اړه یې د دوی نظرونه واورېدل.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۱:۲۳
Background image

رئیس محکمۀ مرافعۀ نیمروز با وکلای مدافع در آن ولایت دیدار نمود

روز سه شنبه مؤرخ ۲ شعبان المعظم ۱۴۴۵ هـ ق محترم الحاج مفتی عبدالخالق رئیس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت نیمروز با وکلای مدافع در آن ولایت دیدار نمود.
جلسه با یاد نام خداوند متعال توسط رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۱:۱۰
Background image

جلسۀ اداری محکمۀ مرافعۀ بادغیس داير گرديد

روز سه شنبه مؤرخ ۲ /۸ /۱۴۴۵هـ ق جلسۀ  ریاست محکمه مرافعه ولایت بادغیس به اشتراک منسوبین قضائی دواوین محکمۀ مرافعه، آمریت ثبت اسناد وثایق و مخزن و محکمۀ ابتدائیۀ شهری تحت ریاست محترم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۱:۵۸
Background image

رئيس محکمۀ مرافعۀ پروان با اعضاء شورای علماء آن ولايت ديدار نمود

روز دوشنبه مؤرخ ۱ /۸ /۱۴۴۵ هـ ق شورای علماء ولایت پروان به سرپرستی محترم مولوی عبدالولی(قاری زاده) در مقر محکمۀ مرافعۀ پروان با محترم شیخ مولانا عبدالمنان (قانع) رئیس عمومی محکمۀ مرافعه. . .

بازگشت به اخبار