د سترې محکمې عالي شورا د غونډې خبرپاڼه ۱۴۰۰، د غبرګولي ۲۵مه

humaira
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۱۴:۱۹
11111

 د سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې مخکې، د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ خپله نوبتي ناسته ترسره کړه.

په پیل کې شورا د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ د ابتدایه محکمې د غړي قاضي ګل احمد رضايي د شهادت له کبله چې تیره ورځ د یو ترهګریز برید په پایله کې په شهادت ورسید، او دغه شان د سترې محکمې د پخواني قضايي مستشار قضاوتپوه عبدالبصیر عصیان د مړینې له کبله د تسلیت او همدردۍ د څرګندولو ترڅنګ، مړو شویو ته د خدای تعالی له درباره د فردوس جنت او کورنیو ته یې د صبر او استقامت دعا او غوښتنه وکړه. وروسته د جزا کود د اصلي، تبعي او تکمیلي جزاګانو په نوعیت او موخو باندې بحث ترسره شو او د یاد کود د ۱۳۵مې مادې له حکم سره سم روښانه شوه چې د انساني کرامت مخالف، سپکاوي او توهین څخه د ډکو جزاګانو تعین او پلي کول جواز نه لري. او محکمې اړ دي چې د جرم او جزا د تناسب په رعایت سربیره، د عادلانه محکمې اصول او د قانون احکام په پوره توګه مراعت کړي. ورپسې په داسې حال کې چې د لویه څارنوالۍ د قضايي تعقیب مرستیال، اړونده څارانوالانو، د جزایي محکومینو مدافع وکیلان او خپلوانو حضور درلود، د قتل او جنسي تیری اړونده دوه د جزایي قضایاوو تجدید نظر غوښتنې د جزایي اجرااتو قانون د ۲۸۲ مې مادې د حکم په رڼا کې، تر غور لاندې ونیول شوې او په هر مورد باندې لازم تصمیم ونیول شو. د غونډې په دوام کې د کندهار، سرپل او تخار د استیناف محکمو له فعالیت او چارو څخه د عادي تفتیش د پایلو پر بنسټ د سرپل او تخار نهه تنه قاضیان په کاري پروسه کې د قانوني تقییداتو د نه رعایت له کبله په لازمو تادیبي جزاګانو مجازات شول. په همدې توګه د بانکي تضمینونو د اجرا د واکمنې مرجع د تعیین په اړه، د سترې محکمې عالي شورا ته د محکمو د احکامو د چټک پلیتابه د خنډونو د لیرې کیدو ارجاع او د متقاعد د ورثه وو د تثبیت په برخه کې د مور او ماشوم د سن د تفاوت په اړه د نافذه قوانینو په رڼا کې په هر مورد لازم تصمیمونه ونیول شو. په دې سربیره د جزایي قضایاوو د محکمې د تبدیلۍ غوښتنلیکونه هم د اجنډا برخه وه چې په هر مورد کې لازم تصمیم ونیول شو او دغه شان د لویه څارنوالۍ د غوښتنې پر بنسټ، د ۴۸ټوکه جزایي دوسیو د رسیده ګۍ واک د هرات، تخار، کندوز، غور، غزني، کونړ، بلخ او سرپل ولایتونو ته ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

پیام تسلیت ستره محکمه ج.ا.ا

با کـمال تأسف و تأثر که قاضی عبدالمتین عطائی رئیس دیوان امنیت عامه محکمه استیناف ولایت غزنی به تاریخ 19 اسد سالجاری به اثر کمین دشمن جام شهادت نوشید.

انالله و انا الیه راجعون

مرحوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۳۷
Background image

خبر جلسه شورای عالی ستره محکمه ۱۹ اسد

شورای عالی ستره محکمه قبل از ظهر امروز تحت ریاست قانونپوه سید یوسف حلیم قاضی القضا ت ورئیس ستره محکمه تشکیل جلسه داد .

شورا نخست به منظور کاهش ازدحام و تسریع روند رسیده گی به خواستهای. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

پیام تسلیت ستره محکمه جمهوری اسلامی افغانستان

ستره محکمه مراتب تسلیت وهمدردی عمیق خویش را نسبت به شهادت  قاضی محمد سالم فرزند محمد ظاهر سرپرست محکمه ابتدائیه ولسوالی چهار آسیاب ولایت کابل که در سه شنبه هفته گذشته به اثر حمله. . .

بازگشت به اخبار