د سترې محکمې عالي شورا سه شنبه 1399/1/5

humaira
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱/۶ - ۹:۴۵
شورا

د سترې محکمې عالي شورا سه شنبه 1399/1/5 تر غرمې وړاندې د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات قانون‌پوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ خپله غونډه ترسره کړه.

شورا لومړی له کوید۱۹ ویروس سره د مبارزې په برخه کې د وقایوي تدابیرو د ترسره کیدو په موخه، د سترې محکمې عمومي اداري آمریت ته لارښونه وکړه چې د عامه روغتیا وزارت توصیې، لکه څنګه چې د جمهوري ریاست عالي مقام لارښونه کړې ده، په جدي توګه په پام کې ونیسي او د اړینو تدابیرو د نیول کیدو ترڅنګ، د قضايي او اداري منسوبینو له لوري د هغو د رعایتولو څرنګوالی هم په جدي توګه وڅاري.

ورپسې د ۱۳۹۸ کال د سترې محکمې د عالي شورا د کړنو او فعالیتونو راپور وارزول شو. عالي شورا په تیر کال کې ټولټال د ۶۳ عادي او فوق العاده غونډو په تدویر سره چې په دغو جلساتو کې په فساد باندې د ککړو شپږو تنو قاضیانو محاکماتي پروسه د اساسي قاناون د ۱۳۳ مادې له حکم سره سم بشپړه او دغه شان ۶۷ تنه قاضیانو ته د وظیفوي سرغړونو په تشخیص سره لازمې تادیبي جزاګانې تجویز شوې دي. دغه شان د محاکمو د حوزوي او موضوعي صلاحیتونو د تنازع مسایلو ته په رسیده‌ګۍ سره، د قضايي او غیرقضايي مراجعو د استهدااتو، د مجرمینو د استرداد اړونده وړاندیزونو، د درې ګونو محاکمو په پریکړونو باندې د تجدیدنظر غوښتنو او په مدني او جزايي برخو کې د محکمو د تبدیلۍ د غوښتنلیکونو سره، ټولټال ۲۹۶ قضایي قرارونه، ۹۶۸ تصویبونه او ۴۸۲ یاداشتونه د عالي شورا له لوري د تعمیل او پلیتابه په موخه اړونده مراجعو ته صادر شوي دي.

 ورپسې له اجنډا سره سم، د کورنیو چارو وزارت، د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، د دولت د قضایاوو عمومي ریاست او د بګرام  استیناف محکمې را رسیدلي استهداات د مشروط خوشي کیدلو په اړه، د شرعي ترکه‌خطونو د محصول د تحویلۍ په اړه د قانونوي سندونو د شتون څرنګوالی، د سرې میاشتې جایدادونه چې ایا دولتي ګڼل کیږي کنه او په جزا کود کې د بانډیټیزم د جرمي وصف په اړه نه صراحت موضوعات، د شورا له لوري وڅیړل شول او مستهدي مراجعو ته د قوانینو په د حکمونو په رڼا کې لارښونې ترسره شوې.

د اقتضايي تفتیش د راپورونو پر بنسټ، د میدان وردګ، لغمان او کندوز ولایتونو د استیناف محاکمو ننه تنو قاضیانو ته چې په خپلو اړونده اجرااتو کې یې لازم قانوني تقییدات په پام کې نه و نیولې، لازمې تادیبي جزاګانې تجویز شوې.

 د غونډې په ترڅ کې د ثلاثه محاکمو پر پریکړو د یو لړ تجدید نظرونو، په مدني او جزايي مسایلو کې د محکمو د تبدیلۍ په غوښتن‌لیکونو او د قاضیانو ذاتي مسائل هم تر څیړنې او رسیده‌ګۍ لاندې او په اړوند یې لازم تصامیم ونیول شول. دغه شان د لویه څارنوالۍ په غوښتنه د نیمروز، هرات، بدخشان، هلمند، بادغیس، ننګرهار، خوست، پکتیکار، سرپل او فاریاب ولایتونو د استیناف محکمو ته د ۶۰ ټوکه جزايي دوسیو د رسیده‌ګۍ واک ور تفویض کړل شو. 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۳۱ - ۸:۲۶
Background image

سترې محکمې د عالي شورا د غونډې خبرد غوايي ۳۰مه

د سترې محکمې عالي شورا نن تر غرمې وړاندې د سترې محکمې د رییس او قاضي القضات قانونپوه سیدیوسف حلیم په مشرۍ غونډه ترسره کړه. 

لومړی د قضایه قوې عمومي اداري آمریت ته لارښونه وشوه چې د. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۳۱ - ۸:۲۲
Background image

خبر جلسه شورای عالی ستره محکمه 30 ثور

 

شورای عالی ستره محکمه قبل از ظهر امروز تحت ریاست قانونپوه سید یوسف حلیم قاضی القضات ورئیس ستره محکمه تشکیل جلسه داد .

شورا نخست به امریت عمومی اداری قوه قضائیه هدایت داد تا چگونگی. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۲/۲۳ - ۱۳:۱۹
Background image

خبر شورای عالی ستره محکمه 23 ثور

شورای عالی ستره محکمه قبل از ظهر امروز تحت ریاست  قانونپوه سید یوسف حلیم قاضی القضات و رئیس ستره محکمه تشکیل جلسه داد .

شورا نخست مراتب تسلیت و همدردی خویش را نسبت به شهادت محمدوسیم. . .

بازگشت به اخبار