قضاوتپوه عبدالحسیب احدی د ستری محکمی عضو

 

دستری محکمه دعالی شورادغړی

قضاوتپوه عبدالحسیب (احدی ) لڼد ژوندلیک

 

قضاوتپوه عبدالحسیب (احدی ) دعبدالاحد زوی په 1348کال کی زیږیدلی ، کابل ولایت، دامام ابوحنیفه (رح) دعالی مدرسی فارغ ، دکابل پوهنتون دشرعیاتو پوهنځی دفقه اوقانون دد یپارتمنت لیسانس ، دقضایی ستاژ دکورس فارغ ، د(IDLo) قضایی کورس او دسیدا قضايی کورس.

کادری درجه : قضاوتوال.

کاری سوابق :

  1.    له 1394 نه تر اوسه پورې، د عالي شورا غړی اودتجارتی دیوان رئیس .
  2. له 1393 کال څخه تر1394 پوری د ستری محکمی دعالی شورا د دارالانشا رئیس.
  3. له 1391کال څخه تر1393 پوری دمیدان وردک د استیناف محکمی رئیس ، دکابل بانک استیناف محکمی قضایی غړی ، د قضا ستاژ په کورس کی په مدنی دعوی کی داثبات وسایل مضمون اوجزا قانون استاد ، په جزایی قضایاوو کی د اثبات دلایل مضمون ترینر، دقاضیانو دظرفیت لوړولو ورکشاپ .
  4. په 1390 کال کی د کابل استیناف محکمی عامه امنیت دیوان ریاست سرپرست .
  5. له 1388 کال څخه تر1390 کال پوری دستری محکمی دعامه امنیت دیوان مستشار.
  6. په 1387 کال کی دکابل ولایت پغمان ولسوالۍ دابتدائیه محکمی رئیس .
  7. په 1386 کال کی د کابل ښارد دریمی حوزی ابتدائیه محکمی دمدنی دیوان غړی .
  8.  په 1385 کال کی دکابل دشپږمی ناحیی محکمی رئیس .
  9. له 1379 کال څخه تر1384 کال پوری دمیدان وردک په ښاری ابتدائیه محکمو، دڅلورمی ناحیی ابتدائیه محکمی ، اتمی ناحیی ، لسمی ناحیی ، د کابل ښارد دریمی ناحیی د قضایی غړی په صفت او دکابل مرافعه محکمی د عامه امنیت دیوان قضایی غړی .
  10. په 1387 کال کی دسمنګان مرافعه محکمی د اسنادو اوسوداګریزونخښو دثبت آمر.
  11.  په1377 کال کی دسمنګان مرافعه محکمی دمدنی اوعامه حقوقو دیوان قضایی غړی .
  12. په 1376 کال کی دستری محکمی دتدقیق اومطالعاتو ریاست دقضایی احصائیی مسلکی غړی .
  13. له 1374 کال څخه تر1375 پوری دقضایی ستاژکورس دنولسمی دوری ستاژیراودکابل دشکردری په محکمه کی محرر .
  14. له1369 کال څخه تر1373 پوری د لومړۍ ناحیی محکمی محرر او دکابل شکردری محکمی محرر .
  15. له هیواد څخه بهررسمی سفرونه .
  16. داطریش او رومانیا هیواد وته د تروریزم پرضد مبارزی ترعنوان لاندی ورکشاپ کی دګډون لپاره – د مصر عربی جمهوریت ته د قضایی ظرفیت لوړولو په ورکشاپ کی دګډون لپاره ، دجنوبی کوریا له محکموڅخه لیدنه اود افغانستان اوجنوبی کوریا دقضایی سیستم په اړوند دتجربوتبادله .

 مکافات :

د افغانستان اسلامی جمهوریت ستری محکمی له عالی مقام څخه دری ځلی د دوهمی درجی تقدیرنامی ، یوځل د دریمی درجی تقدیر نامی او تحسین نامی ترلاسه کول .