شاغلی قضاوتپوه دوکتورعبدالملک کاموی دستری محکمی عضو

د دوکتورعبدالملک کاموی دستری محکمی دغړی ژوندلیک

اودستری محکمی دعامه امنیت دیوان رئیس

 

دوکتورعبدالملک کاموی دمولوی عبدالعلی کاموی زوی د مولوی غلام نبی کاموی لمسی په 1347 هجری شمسی کال د ننګرهار ولایت د کامی په ولسوالی کی په یوه  علمی او روحانی کورنۍ کی زیږیدلی دی .

دلیسانس لوړی زده کړی یی دفقه او قانون په څانګه  کی په پاکستان کی د دعوت اوجهاد پوهنتون دشرعیاتو له پوهنځی څخه په اعلی درجه پای ته رسولی او بیا د لوړو زده کړو دترلاسه کولو لپاره جامعه الازهر ته تللی او خپلی زده کړی یی  دماستری او دوکتورا ترکچی پوری دفقه او قانون په څانګه کی دجامعه الازهر شریف دشرعیاتو  او قانون له پوهنځی څخه دمصر په عربی جمهوریت کی بشپړی کړی دی . د موقت حکومت په جوړیدو سره دعدلیی دمحترم وزارت دغوښتنی له مخی دعدلیه وزیر دسلاکارپه حیث  وټاکل شو او بیا د اساسی قانون کمیسیون د دارالانشا دمعاون او داساسی قانون دتصویب د لویی جرګی د رئیس  دحقوقی سلاکار په حیث دنده ترسره کوله .

ورپسی د ټاکنو دګډکمیسیون دحقوقی سلاکار او دجمهوری ریاست د ټاکنو دکاندیدانو ددفتر دمسئول په حیث وټاکل شو او په 1383 هـ ش کال کی د دولت دلزوم دیدپربنسټ دقضائیه ځواک دعمومی اداری آمر په حیث وټاکل شو د بیا په ۱۳۹۱ کال کی دجمهوری ریاست دعالی مقام له لوری دستری محکمی دغری به صفت وراندیز شو او دولسی جرګی له رآی اخیستلو وروسته په دی سمت کی یی دتقرر ویار ترلاسه کر او د۱۳۹۲ کال در تلی به میاشت کی دستری محکمی دعامه امنیت دیوان درئیس په توگه مقرر شو محترم دوکتور کاموی قضا په مسلک منسلک دی او د قضاوتپوه  دقضایی کادرد درجی درلودونکی دی .

 نوموړی په بیلابیلو فقهی او حقوقی مسایلو کی له 15 څخه زیات  علمی اثارتدوین او تالیف کړی دی چی له هغی جملی کولای شو له لاندنیو آثاروڅخه یادونه وکړو :

1-استرداد او دهغه اثر د معاملاتو په عقودوکی .

2 – په مدنی قضایاوو کی له عقد څخه راولاړشوی مسئولیت .

3- مضاربت او په اسلامی بانکوالی کی دهغه تطبیق

4- دسلم دعقد معاصر تطبیقات .

5- دتقسیط دبیعی فقهی ضوابط .

6-اجتهاد دفقهی له لید ګوتی څخه .

7- درهن عقد .

8- دافغانستان دخصوصی بین الملل حقوقو دکتاب تدوین .

سربیره پردی په لسګونه مقالی او علمی اوحقوقی مضامین چی ډیری یی دهیواد دننه او له هیواد څخه بهر په مجلو کی چاپ شویدی .

همدارنګه د دوکتور کاموی ونډه ( دقضائیه ځواک پنځه کلن فعالیتونه او بریاوی ) په قضائیه  یه ځواک کی د اداری له اصلاح او له اداری فساد سره دمبارزی یوانځور) او ( دمصراو افغانستان  قضایی مرستو ته یوه کتنه ) ترعنوانونو لاندی اثارو په تدوین کی هم دیادولووړ ده په همدی ترتیب یی دجرمنی ، هالنډ، ترکمنستان ، فرانسی ، اسپانیا، ایټالیا، ایرلیند ، اومصر په هیواد ونو کی له لسوڅخه په زیاتو حقوقی نړیوالو کنفرانسونو کی ګډون کړی دی او په دری ، پښتو ، عربی او انګلیسی ژبوباندی لیکل او خبری کولای شی .