د عالی شورا د غړو پیژندن پاڼه




محترم قضاوت پوه بهاء الدین بهاء
دستری محکمی غړی اودستری محکمی دعمومی جزا ددیوان رئیس
دخدمت موده لس کاله:

محترم بهاوالدین بها د غلا نبی ځوی په 1321هجری شمسی کـال د1942 میلادی مطابق دهرات په ولایت کی زیږیدلی دفارغیدو ډیپلوم یی په 1960میلادی کـال دکابل له عربی دارالعلوم څخه چی د مصر په جامعه الازهرکی دلیسانس دارزښت درلودونکی ؤ په لاس راوړ په 1964 کـال کی یی داسلام په حقوقو کی د تخصص د ترلاسه کولو وروسته خپلی نوری زده کړی دماستر په سویه دجزا په حقوقو کی دامریکا د متحده ایالتونو دبلفورد په پوهنتون کی سرته ورسولی.

محترم بها له 1343 هجری شمسی کـال راهیسی لاندی رسمی دندی ترسره کړیدی:

  • دعدلیی وزارت دحقوقی او قانونی فتوا د دفتر امر 1965 میلادی
  • دکابل ولایت د سوداګریزی محکمی قاضی 1968-1965م
  • دهرات دسوداګریزی محکمی رئیس 1972-1367 م
  • دوخت دصدراعظم دوکتور محمد موسی شفیق د دفتر رئیس 1973-1972 م
  • داستیناف دعالی محکمی د سوداګریز دیوان رئیس 1977-1973 م
  • دکندهار ولایت دسوداګریز دیوان رئیس 1980-1977 م
  • دستری محکمی دقضایی ستاژدکورس استاد 1989-1980م
  • دستری محکمی دسوداګریز دیوان رئیس او دقضا دعالی شوراغړی 1989-1980م
  • دعدلی او قضایی اصلاحاتو دخپلواک کمیسیون رئیس 2005-2002 م
  • دجمهوررئیس حقوقی سلاکار او دعدلی او قضایی چارو د بورد غړی 2006-2005م
  • د قضا د عالی شورا غړی او دستری محکمی دعمومی جزا دیوان رئیس 2006م

محترم بها له 1343 هجری شمسی کـال راهیسی لاندی رسمی دندی ترسره کړیدی:

  • دعدلیی وزارت دحقوقی او قانونی فتوا د دفتر امر 1965 میلادی
  • دکابل ولایت د سوداګریزی محکمی قاضی 1968-1965م
  • دهرات دسوداګریزی محکمی رئیس 1972-1367 م
  • دوخت دصدراعظم دوکتور محمد موسی شفیق د دفتر رئیس 1973-1972 م
  • داستیناف دعالی محکمی د سوداګریز دیوان رئیس 1977-1973 م
  • دکندهار ولایت دسوداګریز دیوان رئیس 1980-1977 م
  • دستری محکمی دقضایی ستاژدکورس استاد 1989-1980م
  • دستری محکمی دسوداګریز دیوان رئیس او دقضا دعالی شوراغړی 1989-1980م
  • دعدلی او قضایی اصلاحاتو دخپلواک کمیسیون رئیس 2005-2002 م
  • دجمهوررئیس حقوقی سلاکار او دعدلی او قضایی چارو د بورد غړی 2006-2005م
  • د قضا د عالی شورا غړی او دستری محکمی دعمومی جزا دیوان رئیس 2006م

په ملی او نړیوالو کنفرانسونو اوسیمینار و نوکی ګډون:

  • دستری محکمی په سوداګریز اختصاصی سیمینار کی ګډون 1970م
  • په جده – مکه او مدینه کې داسلامی علومو په کنفرانس کی ګډون 1976م
  • دمحکمو د رئیسانو په عالی سیمینارکی ګډون 1977م
  • دمحکمو درئیسانو په عالی سیمینار کی ګډون 1972م
  • په اسلام آباد کی دافغانستان د اساسی قانون دمسودی په طرحه کی ګډون 1991م
  • په اسلام آباد کی د افغانستان د قانونی سیستم دمسودی په طرحه کی ګډون 1991م
  • دافغانستان دجزایی، عدلی او اجتماعی قوانینو په اړوند سیمینارونو کی ګډون 19991م
  • په اسلام آباد کی په ثقافتی جهادی شورا کی په اسلام کی د ښځود حقوقو او ماشومانو دحقوقو په کنفرانس کی ګډون 1991م
  • دافغانستان له پاره د لندن دسولی او وحدت په کنفرانس کی ګډون 2001م
  • دافغانستان د بیارغاونی پروژی د قضایی چارو په غونډه کی ګډون دامریکا د شیکا ګواو تکساس په ایالتونو کی دمیلاد النبی صلی الله علیه وسلم په نړیوال کنفرانس کی ګډون د ژنیو په کنفرانس کی ګډون 2002م
  • په ایټالیا کی دقانون د واکمنۍ په نړیوال کنفرانس کی ګډون 2007م
  • په دوبۍ کی د اساسی قانون تر واکمنۍ لاندی د دولت یا حکومت د مشروطیت د اصولو په سمپوزیم کی ګډون 2009 م
  • په هند کی د اسیایی هیواد ونو دقاضی القضاتانو په نړیوال کنفرانس کی ګډون 2008م
  • دهند هیواد دکلکتی په ښارکی په جوړشوی حقوقی او قانونی سیمینار کی ګډون 2008م
  • په نیویارک کی دملګروملتونو په مقر کی د قانون د نړیوالی واکمنۍ دفعالیت او پرمختګ په نړیوال کنفرانس کی ګډون 2009م
  • په ترکیه کی جوړشوی د قضایی اداری له پاره په نړیوال کنفرانس کی ګډون 2009م
  • دفرانسی هیواد ته سفراو د نوموړی هیواد له عدلی او قضایی موسساتو څخه لیدنه کتنه 2009م

غیررسمی فعالیتونه:

علمی فعالیتونه:

  • د امریکا دکـالفورنیا په ښارکی د مولانا جلال الدین محمد بلخی د فرهنګی بنیاد بنسټ ایښودونکی او رئیس 2003-1998 م
  • د امریکا په کـالفورنیا کی د سید جمال الدین افغانی د اسلامی مرکز رئیس 2002-1996م
  • په ټولنیز واو فرهنګي مسایلو کی دامریکا دکـالفورنیا په ښارکی د افغانانو د ټولنی لارښوونه.
  • د پیام محمد ومعنویت اسلامی ترعنوان لاندی د یو اثر تالیف په 1992 م کـال کی.
  • د( حقیقت تصوف و طریقه نقشبند یه ) کتاب ژباړه په 1992 م کـال کی.
  • محترم بهاءالدین بها له ادبیاتو او له شعرویلو سره زیاته مینه اوعلاقه لری او د ده ځینی شعرونه دهیواد په مجلو او جریدوکی هم خپاره شویدی.


 


محترم قضاوت پوه غلام نبی نوایی
دستری محکمی غړی اودستری محکمی دعامه امنیت ددیوان رئيس
دخدمت موده (۷) کاله :

محترم غلام نبی نوائی په 1339 هجری شمسی کـال په فاریاب کی زیږیدلی د کابل پوهنتون دشرعیاتو له پوهنځی څخه یی په 1362 کـال لیسانس ترلاسه کړیدی.

پخوانی دندی :

محترم نوایی دقضا په مسلک کی له مقرریدو وروسته په 1362 هجری شمسی کـال کی دمیمنی دښاری محکمی د قاضی، دفاریاب ولایت دمرافعه محکمی درئیس. دمرکز داستیناف دعالی محکمی دسوداګریز دیوان د رئیس، دکابل ولایت دمرافعه محکمی دسوداګریزدیوان د رئیس او دستری محکمی په غړیتوب له منلو څخه وړاندی دکاپییسا ولایت د استیناف محکمی د رئیس په حیث ؤ

په ملی او نړیوالو سیمینارونو او کنفرانسونو کی ګډون :

  • دمحکمود رئیسانو په قضایی عالی سیمینارکی ګډون 1367هجری شمسی
  • دمحکمود رئیسانو په قضایی عالی سیمینار کی ګډون 1384 رر
  • دمحکمو د رئیسانو په قضایی عالی سیمینار کی ګډون 1386 رر
  • په ایرلندکی دمحکمو دمنجمنت او اداری په نړیوال سیمینارکی ګډون 1387 رر
  • امریکا ته سفر او د نوموړی هیواد له عدلی او قضایی موسساتو څخه لیدنه کتنه او په ګڼ شمیرکنفرانسونو کی ګډون 1387 هـ ش
  • په ایټالیا کی د قانون د واکمنۍ په نړیوال کنفرانس کی ګډون 1386 هـ ش
  • په ترکیه کی دقضایی اداری په نړیوال کنفرانس کی ګډون 1388 هـ ش
  • دفرانسی هیواد ته سفر او دنوموړی هیواد له عدلی او قضایی موسساتو څخه لیدنه کتنه 1388 هـ ش
  • په کابل کی دنړیوالو چارو په کنفرانس کی ګډون 1386 هـ ش
  • په کابل کی له اداری فساد او نشه یې توکیو سره د مبارزی په سیمینارکی ګډون 1387 هـ ش
  • دبهرنیوچارو وزارت په تالارکی له رشوت سره دمبارزی په نړیوال کنفرانس کی ګډون 1388هـ ش


محترم قضاوت پوه محمد علیم نسیمی
دستری محکمی غړی اودستری محکمی دمدنی او عامه حقوقو ددیوان رئيس
دخدمت موده : لس کاله

محترم محمد علیم نسیمی دمحمد نسیم ځوی په 1324 هـ ش کـال کی دلوګر په ولایت کی زیږیدلی دی اوله لومړنیو او ثانوی زده کړو وروسته د کابل پوهنتون دشرعیاتو په پوهنځی کی شامل شوی او په 1346 هـ ش کـال کی یی دنوموړی پوهنځی له قضایی څانګی څخه دلیسانس په درجه فراغت حاصل کړیدی.

محترم محمد علیم نسیمی له تحصیل څخه له فارغیدووروسته د قضا په مسلک منسلک شوی او له 1348 هـ ش کـال څخه تراوسه پوری په لاندنیو دندو بوختیا درلودلی ده:

  • د کابل د ده سبزدابتداییه محکمی غړی 1349 هـ ش
  • دارزګان ولایت دابتداییه محکمی قاضی 1350 هـ ش
  • دلوګر ولایت دمرافعه محکمی غړی 1353 هـ ش
  • دکابل ښار دلومړنی مدنی ابتداییه محکمی رئیس 1357 هـ ش
  • دکابل ولایت دمرافعه محکمی دجزا دیوان رئیس 1359 هـ ش
  • د کابل ولایت دمرافعه محکمی دمدنی اوعامه حقوقو ددیوان غړی 1370 هـ ش
  • دمهاجرینو او راستنیدونکو له پاره د ملکیتونو دځانګړی نهایی محکمی غړی 1382 هـ ش
  • دځانګړیو ملکیتونو د ابتداییه محکمی رئیس 1383 هـ ش
  • او وروستی دنده د کابل ولایت داستیناف محکمی رئیس 1384هـ ش
  •  

محترم محمد علیم نسیمی د ماموریت په بهیرکی په هغه قضایی سیمینارونو کی چی په بیلا بیلو وختونو کی جوړشویدی او همدارنګه په یو شمیر نړیوالو کنفرانسونو او سمینیارونوکی دچک، ایټالیا، امریکا، او مصر په هیوادونو کی فعال ګډون کړیدی



محترم قضاوت پوه محمد عمر ببرکزی
دستری محکمی غړی
دخدمت موده ۷ کاله :

محترم قضاوت پوه محمدعمرببرکزی دشیر محمد خان ببرکزی ځوی په 1329 هجری شمسی کـال د خوست په ولایت کی زیږیدلی،دبکلوریا ډیپلوم یی په 1343 کـال کی داستقلال له عالی لیسی اودلیسانس ډیپلوم یی په ۱۳۴۷ کـال کی دحقوقو اوسیاسی علومو د پوهنځی له قضایی څانګی څخه په لاس راوړی دی.

وروسته یی بیا په 1975 م کـال دفرانسی دهیواد دعامه اداری له نړیـوال انستیتوت څخه په قضایی څانګه کی ډیپلوم تر لاسه کړی اود ایټالیی، افریقایی اولاتینی امریکا دهیوادونو دمحصلینو ترمنځ عمومی اول نمره ؤ.

محترم ببرکزی په ۱۳۴۸ هجری شمسی کـال کی دعسکری احتیاط دوره په بریالیتوب سره تیره کړی اوداحتیاط د ۱۲۰۰ تنو محصلینو ترمنځ عمومی اول نمره ؤ اودبریـال دمطلا مډال په ترلاسه کولو ویاړل شویدی او په ۱۳۴۹هجری شمسی کـال کی یی دقضایی ستاژ دکورس دریمه دوره په بریالیتوب سرته رسولی ده.

دندی:

  • په ۱۳۵۰ هجری شمسی کـال کی دکابل دمرکزدسوداګریزی ابتداییه محکمی دقضایی غړی په حیث.
  • په ۱۳۵۲ هجری شمسی کـال کی دمرکزی استیناف محکمی دسوداګریزدیوان د قضایی غړی په حیث.
  • په ۱۳۵۴ هجری شمسی کـال دستری محکمی دستری محکمی داستخدام دعمومی مدیر په حیث په 1357 هجری شمسی کـال دمامورینو داختصاصی محکمی دقضایی غړی په حیث.
  • په ۱۳۵۸ هجری شمسی کـال کی دقضایی ستاژ دکورس دجنایی تحقیقاتو استاد.
  • په ۱۳۵۸ هجری شمسی کـال کی دمرکزی استیناف محکمی دسوداګریز دیوان دنایب رئیس په حیث.
  • په ۱۳۵۸ هجری شمسی کـال کی دځدران دمجاهدینو دجبهاتو په خدمت کی.
  • په ۱۳۵۹ هجری شمسی کـال پیښورته مهاجرت ،دجهادی تنظیمونوداتحاد په تحریک ،دمجاهدینو په ملی وحدت اوددعوت په لویه جرګه کی فعالیت اودلویی جرګی دمنتخب رئیس په حیث.
  • په ۱۳۶۰ هجری شمسی کـال کی دمجاهدینو داتحاد داداری ریاست معاون.
  • په ۱۳۶۳ هجری شمسی کـال کی دبلخی ابن سینا دروغتون اداری رئیس اودهغه په ادامه داووه ګونو جهادی تنظیمونو صحیه رئیس.
  • په ۱۳۶۶ هجری شمسی کـال کی په جنوب لویدیځو ولایتونو کی دملی اسلامی محاذ د جبهاتو مسوول اوددری ګونو تنظیمونو داتحاد دعالی شوراغړی.
  • په ۱۳۶۹ هجری شمسی کـال کی په پیښورکی دمجاهدینو دعبوری دولت دستری محکمی دذاتیی رئیس.
  • په ۱۳۷۱ هجری شمسی کـال کی دقضایی تعقیب په چاروکی دلوی څارنوالۍ مرستیال.
  • په ۱۳۷۲ هجری شمسی کـال کی دبهرنیو چارو وزارت اداری رئیس.
  • په ۱۳۷۶ هجری شمسی کـال دسرحدونو چارو وزارت د قبایلو معین.
  • په ۲۵/12/1380 کی دقومونو ،قبایلو اوسرحدونو وزارت لومړی معین.
  • په 1383 هجری شمسی کـال د قضایی ستاژ په کورس کی دکریمنالیستیک استاد.

په نړیوالو کنفرانسونو اولیدنو کتنو کی ګډون :

  • په ۱۹۸۳ میلادی کـال کی دمجاهدینو له حقوقو څخه دملاتړ اوننګی په موخه په پاریس کی داووه هیوادونو په عالی محکمه کی ګډون.
  • په ۱۹۸۳ میلادی کی دمجاهدینو په اړوند دانګلستان په پارلمان کی دبیانیی ورکول اودانګلستان له صدراعظمی تاچر سره لیدنه کتنه.
  • په ۱۹۸۳ میلادی کـال کی دافغانستان دجهاد په اړوند دملګرو ملتونو په کنفرانس کی ګډون.
  • په ۱۹۸۳ میلادی کـال کی دامریکا له ولس مشر رونالدریګن سره لیدنه کتنه اودافغانستان دجهاد په هکله خبری اتری.
  • په ۱۹۸۳ کـال کی دامریکا دمتحده ایالتونو دقاضیانو له اتحاد یی سره لیدنه کتنه اودافغانستان دقضایی نظام په اړوند خبری.
  • په ۱۹۸۳ کـال کی دامریکا دسنا په مجلس کی د بیانیی ورکول او طرحه شویو پوښتنو ته دځوابونو ورکول.
  • په 1983کـال په بن کی دآلمان دبهرنیو چارو له وزیرسره لیدنه کتنه.
  • په ۱۹۸۳ کـال کې دشتراستورګ په ښارکی دآلمان له ولس مشر چانسلر هیلموت کول سره لیدنه کتنه اودافغانستان دسپیڅلی جهاد اومقاومت په اړوند خبری اتری.
  • په 1983 کـال کی دهالنډ د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنه کتنه اودجهاد په اړوند خبری اتری.
  • پورتنی ټولی لیدنی کتنی دخبری اوانځوریزو رسنیو له لاری خپری شویدی.

په کورنیو اوبهرنیو سیمینارونو اوکنفرانسونو کی ګډون:

  • په 1356 هجری شمسی کـال کی دستری محکمی په قضایی سیمینارکی ګډون.
  • په 1359 هجری شمسی کـال کی د پاکستان په اسلام آباد کی داسلامی دولتونو دبهرنیو چارووزیرانو په کنفرانس کی ګډ‌ون.
  • په 1991 میلادی کـال کی په اسلام آباد کی دمجاهدینو دحکومت دتاسیس د ستونزی دحل په سیمینار کی ګډون.
  • په 1359 هجری شمسی کـال کی دپاکستان دفقید جمهور رئیس جنرال ضیا الحق سره د مجاهدینو دوحدت په هکله لیدنه کتنه.
  • په 1989میلادی کـال کی دپاکستان او ایران استوګن تنظیمونو او قومونو دمشرانو او جهادی قوماندانانو په شورا او دپاکستان دراولپڼدی په ښارکی د مجاهدینو دعبوری حکومت په جوړولو کی ګډون.
  • په 1989 میلادی کـال کی د مجاهدینو دوحدت او دعبوری حکومت دجوړولو او عمری له پاره د سعودی عربستان د پاچا بلنه.
  • په 1989 میلادی کـال کی د سعودی عربستان په پایتخت ریاض کی داسلامی دولتونو دبهرنیو چارو وزیرانو په کنفرانس کی ګډون.
  • په 1409هجری قمری کـال کی د افغانستان دمجاهدینو دعبوری حکومت د په رسمیت پیژندلو په هکله دقطر دبهرنیو چارو له وزیرسره لید نه کتنه.
  • په 1377 هجری شمسی کـال کی دجمهور رئیس په بلنه دافغانستان دموقت اساسی اصولو په کمیسیون کی ګډون.
  • په 1387 هجری شمسی کـال کی دهند له قضاییه ځواک او پارلمان څخه لیدنه او دهند له جمهوررئیس سره لیدنه کتنه.
  • په 2008 میلادی کـال کی په ایرلیند کی د قاضیانو په نړیوال کنفرانس کی ګډون.
  • په 2007 میلادی کـال کی دهند هیواد د لکهنوی په ښارکی دماشومانو دحقوقو په کنفرانس کی ګډون.
  • په 2008 میلادی کـال کی دفرانسی له قضایی نظام څخه لیدنه.
  • په 1386 هجری شمسی کـال کی دستری محکمی په قضایی سیمینارکی ګډون.
  • په 2009 میلادی کـال کی داطرایش په هیوادکی دبین الدول بندیانو دتبادلی اوانترپول پولیس د تاسیس په کنفرانس کی ګډون.
  • په 1388 هجری شمسی کـال کی درومانیا په هیواد کی د پیسو د تطهیرله مرکز او جنایی مجرمینو د تحقیقاتی مرکز څخه لیدنه.
  • په 2010میلادی کـال کی دمصر هیواد له قضایی نظام څخه لیدنه.

سفرونه :

  • محترم محمد عمر ببرکزی دسپیڅلی جهاد په بیلا بیلو کلونو کی دانګلستان،فرانسی ،هالند ،آلمان اوایټالیا هیوادونو ته سفرکړیدی اودانګلستان په یو نیورسټۍ او دسویس دژنیو اولوزان په ښارونوکی کنفرانسونه ورکړیدی.

تالیفونه :

  • محترم ببرکزی دکریمنالیستیک (جرم موندنه) په نامه یو کتاب چی (278) مخونه کیږي په دوه بیلا بیلو ایډیشنونو کی په پښتو اودري ژبه تالیف کړی چی دری ایډیشن یی څوڅوځلی د بیلابیلو خپرنیزو موسسو له خوا خپورشوی او پښتو ایډیشن به یی په نژدی راتلونکی کی دمینه والو لاسونو ته ورسیږی.
  • نوموړی کتاب دعدلی – قضایی اورګانونو، دقضاء دستاژ شاملینو، دپولیسوداکاډمۍ دمحصلینو،دحقوقو اوشرعیاتوپوهنځیودمحصلینو اونورله پاره په روانه او ساده ژبه لیکل شوی او په خپله نوعه کې یو ارزښتناک اوګټورکتاب دی.
  • محترم ببرکزی د تحصیل اوخدمت او کار په بهیر کی په یولومړۍ درجه تقدیرنامه، څلور دوهمه درجه تقدیر نامی،پنځه دریمه درجه تقدیر نامی، پنځه ستاین لیکونو ،بیلابیلو مننلیکونو، د بریـال مطلا مډال اوڅلور ځلی په نغدی مکافاتو بریالی شویدی.


محترم قضاوت پوه عبدالرشید (راشد)
دستری محکمی غړی اودستری محکمی دنظامی جرایمو اودکورنۍ اوبهرنی امنیت پرضد جرمونو ددیوان رئیس
دخدمت موده لس کاله :

عبدالرشید راشد په 1320 هـ ش کال دبغلان په ولایت کی زیږیدلی،دلومړنیو اوثانوی زده کړو له بشپړولو وروسته په 1343 کال دکابل پوهنتون دشرعیاتو له پوهنځی څخه فارغ او په 1344 کال داحتیاط دکورس له تیرولو وروسته دلاندنیو بیلا بیلو دولتی دندو په سرته رسولو او دمسلکی پروګرامونو په زده کړی او د ظرفیت په لوړولو مصروف شویدی.

  • په 1345 کال دکابل پوهنتون دپلټنی داداری دمعاونیت کارمند.
  • په 1348 کال د قضایی ستاژ دکورس تعقیب.
  • په 1348 کال دستری محکمی دتدقیق اومطالعاتو دریاست غړی.
  • په 1349 کال د ستری محکمی دعارضینو عمومی مدیر.
  • په 1351 کال دستری محکمی دتحریراتو رئيس.
  • په ۱۳۵۵ کال کی په امریکا کی دلیګل ټرینینګ دپروګرام تعقیب.
  • هیواد ته بیرته راستنیدل او په ۱۳۵۶ کال کی دماستری دمعادل سند ترلاسه کول.
  • په ۱۳۵۷ کال دستری محکمی دمامورینو دمحکمی قاضی.
  • په ۱۳۵۸ کال دکابل داستیناف محکمی دسوداګریز دیوان قاضی.
  • په ۱۳۶۱ کال دعدلیی وزارت دتقنین ریاست دسوداګریز دیپارتمنت سرپرست.

محترم عبدالرشید راشد دلسو کلونو مودی له پاره دستری محکمی دغړیتوب له تر لاسه کولو وروسته دستری محکمی دعامه امنیت ددیوان درئيس په توګه ټاکل شوی او اوس دستری محکمی دنظامی جرایمو اودکورنۍ او بهرنی ا منیت پرضد جرمونوددیوان درئيس په صفت دنده تر سره کوی نوموړی دتیرو دریو کلونو په ترڅ کی په حقوقی اوقضایی کنفرانسونواوسیمینارونوکی دګډون په موخه دایټالیا، انګلستان، هسپانیی او مصر عربی جمهوریت هیوادونو ته سفرونه کړیدی.



پوهاند عبدالعزیز (عزیز)
دستری محکمی غړی
دخدمت موده (۷) کاله :

پوهاند عبدالعزیزعزیزدعلی احمد ځوی په 1317 کال دکابل په ولایت کی په یوه علمی کورنۍ کی زیږیدلی، خپلی لومړنۍ زده کړی یی دمیر بچه کوټ په لومړنی ښوونځی کی ترسره کړی.

په ۱۳۳۰ کال دشرعی علومو په مدرسه کی چی اوس د ابوحنیفه (رح) دمدرسی په نامه یادیږی شامل او په ۱۳3۵ کال له نوموړی مدرسی څخه په اعلی درجه فارغ التحصیل او په ۱۳۳۶ کال د کابل پوهنتون دشرعیاتو په پوهنځی کی شامل اود ۱۳۳۹ کال په لیندۍ کی یی له فراغت وروسته په کابل پوهنتون کی په دولتی ماموریت پیل کړیدی. نوموړی په ۱۳۴۲ کال کی له رسمی بورس څخه په استفادی دلوړو تحصیلاتو په موخه د مصر عربی جمهوریت ته تللی ا ودالازهر پوهنتون دشرعیاتو په پوهنځی کی په زده کړه بوخت شوی اود شخصیه احوالو په څانګه کی دډیپلوم اودمقارنی فقهی ( داسلام مقایسوی حقوق ) په څانګه کی دماسترۍ دډیپلوم له تر لاسه کولو وروسته په ۱۳۴۶ کال کی هیواد ته راستون شوی او په ۱۳۴۷ کال کی دکابل پوهنتون دشرعیاتو دپوهنځی دعلمی کادر دغړی په توګه دهیواددبچیانو په خدمت بوخت شوی چی تراوسه داسپیڅلی دنده پرځای کوی.

دی په ۱۳۵۱ کال کی دانګلیسی ژبی دزده کړی اوتقویی په موخه او په ۱۳۵۵ کال کی دلیګل ټرینینګ ترپروګرام لاندی دامریکی متحده ایا لتونو ته تللی اود جورج واشنګتن پوهنتون دحقوقو په پوهنځی کی شامل اودمقایسوی حقوقو په څانګه کی دماسترۍ دمعادل سند په ترلاسه کولو بریالی شوی دی.

نوموړی که په قاهره اودامریکا په متحده ایا لتونوکی دزده کړی پرمهال ؤ اوکه په کابل پوهنتون کی دتدریس په وخت کی په علمی چارو اولیدنو کتنوکی عملی ګډون درلود ،حقوقی تجربی یی هم حاصل کړیدی.

لیدنی کتنی:

  • دمصر دعربی جمهوریت دشرعی اوقانونی محکمو څخه لیدنه.
  • دمصر دعربی جمهوریت دڅارنوالۍ له ادارو څخه لیدنه.
  • دامریکا دمتحده ایا لتونو دفدرالی اوولایتی محکمو څخه لیدنه او په هغو کی پرکتیکی ګډون.
  • په واشنګتن کی د پولیسو اوجنایی په پرکتیکی چاروکی ګډون او له هغو څخه کتنه.
  • دانګلستان له محکمو او څارنوالۍو څخه لیدنه.

دعلمی او عملی چاروسرته رسول :

  • دافغانستان په محکمو کی دمدافع وکیل په حیث.
  • په ایټالیا کی دجوړشوی دقانونی چارو په کنفرانس کی ګډون.
  • د روم په ښار کی دجوړشوی دافغانستان دقضایی اوقانونی اصلاحاتو په کنفرانس کی ګډون چې دافغانستان جلالتمآب ولس مشر نوموړی کنفرانس پرانیست.
  • دامریکا دمتحده ایا لتونو په واشنګتن DC کی په قانونی سیمینار کی ګډون.
  • دهیواد دننه په بیلا بیلو علمی – تحقیقی سیمینارونو او ورکشاپونو کی عملی ګډون.

مسافرتونه :

پوهاند عبدالعزیز عزیز دلاندنیو هیوادونو له اسلامی مرکزونو څخه په علمی سیمینارونو او کنفرانسونو کی د ګډون په موخه لیدنه کړیده:

 

  • دامریکا متحده ایا لتونه.
  • ازبکستان.
  • تاجکستان.
  • آلمان.
  • روسیه.
  • انګلستان.
  • سعودی عربستان.
  • پاکستان.
  • ایټالیا.
  • دمصر عربی جمهوریت.
  • هندوستان.
  • ترکیه.
  • ایران.

په کمیسیونونو او کمیټو کی ګډون :

  • دلوړو زده کړو دوزارت او کابل پوهنتون دریاست اړوند بیلا بیلو کمیسیونونو کی پرغړیتوب برسیره یی په لاندی کمیسیونونو کی غړیتوب درلودلی دی :
  • دکابل پوهنتون دعلمی شورا غړی.
  • داکاډمیکو چارو دانسجام دریاست دعلمی اسنادو دارزونی دکمیسیون غړی.
  • داضطراری لویی جرګی دکمیسیون غړی.
  • دافغانستان داسلامی جمهوریت داساسی قانون دتدقیق دکمیسیون غړی.

تالیفات :

نوموړی په جریدو اومجلو کی ډیر علمی آثار لری اود بیلا بیلو علمی رتبو دارتقا له پاره یی یو شمیر علمی آثار لیکلی دی چی (دفقهی او قانون له نظره دمیراث احکام ) ترعنوان لاندی علمی اثر چی دایران په اسلامی جمهوریت ،پاکستان اوافغانستان کی څوڅو چاپ شوی له همدی ډلی څخه دی.

ژبی:

  • په دری، پښتو، عربی او انګلیسی ژبو باندی خبری او لیکل کولی شی.
  • نوموړی مخکی دکابل پوهنتون دشرعیاتو دپوهنځی درئیس په حیث دنده تر سره کوله.


محترم قضاوت پوه ضامن علی بهسودی
دستری محکمی غړی
دخدمت موده څلورکاله :

په ۱۳15 هـ ش دمیدان وردگ دبهسودو په ولسوالۍ کی زیږیدلی، دشرعیاتو دپوهنځی د 1338 کال لیسانسه اودمصر له الازهر پوهنتون څخه دفقهی اوقانون په څانګه کی د ۱۳۵۳ کال لیسانس.

پخوانۍ دندی :

  • دمرکز اوولایتونو په مختلفو محکمو کی دقاضی په حیث دبیلابیلو دندو ترسره کول، دوخت دصدارت دحسابی محکمی نایب رئيس ،دکندز دمحکمی رئيس ،دستری محکمی قاضی او دمدنی اوعامه حقوقو ددیوان غړی، دسوداګریز دیوان رئيس اودستری محکمی دعالی شورا غړی، دقاضیانو دمحکمی او دصلاحیت دتنازع ددیوان رئيس ،ددوهم ځل له پاره دسوداګریز دیوان رئیس اودستری محکمی دعالی شورا غړی، داسلامی علومو دپوهنتون استاد،دستری محکمی دسوداګریز دیوان غړی او په دی وروستیو کی یې دستری محکمی دعمومی جزا دیوان دقضایی مستشار په صفت دنده ترسره کوله.

بالای صفحه^