د تدقيق او مطالعاتو عمومي رياست

د مطالعاتو او څیړنو عمومي ریاست د قضایه قوی د محکمو د تشکیل او صلاحیت د قانون د ۲۳ مادی پر اساس د مسلکي اداری په حیث فعالیت کوي. دا اداره لاندی چاری د قانون مقرراتو او لایحو سره سمی تنظیم او اجرا کوي

  1. د قاضیانو د محاکماتي او تادیبی مسوولیت اړوند دوسیو څیړل د قضایی تفتیش د ریاست د نظر ورکولو ورسته یی د ستری محکمی عالی شورای ته استول
  2. د محکمود استهدااتو( د هدایت غوښتنو) څیړل او هغی ته مشورتی نظر ورکول
  3. د محکمو د استهدایو په اړه د قانونی مشورتي نظرونو تنظیمول اود ستری محکمی د عالي شورای مقام ته  استول
  4. د لاندی مقدماتی چارو تنظیم او د لا نور غور فکر او قانوني تجویز لپاره یی د ستری محکمی عالی شورای ته وړاندی کول:

الف :  د اړوند قوانینو د احکامو په اړه د قانوني څرګندولو تنظیمول

ب  : د قضا په برخه کی د ستری محکمی د تقنینی چارو تنظیمول

ج: د اساسی قانون سره د مطابقت او سمون لپاره د قوانینو څیړل

د  :  د ستری محکمی او اړوند محکمو د مقررو کړنلارو ،رهنمود او د داخلي دندو د لایحو  طرحه، تنظیم  او څیړل.

هـ :  د راپورونو تنظیم او په ټولو هغه حالاتو کی چه د ستری محکمی عالی شورای وغواړي  نظر ورکول/ څرګندول

  1.   د قضایی سیمینارو د چارو تنظمول

الف: په سیمنار کی د بحث وړ موضوعګانو را غونډول

ب: د استهدایو او سیمنار د محتویاتو یوځای کول.

ج : د اړوند کمیسیون په همکاری د سیمنار د اجندآ تنظیمول

د : دسیمنار د مصوبو څیړل او د ستری محکمی عالي شورای ته استول

  1.  د قضایی معارف چاری:

الف : د جمعی رسنیو له لارې او د اړونده کمیسیون په مرسته او د نشراتو ریاست سره په تفاهم کې د حقوقي تبلیغ پروګرامونه تنظیمول .  

ب : د قضایی ستا‌‎ژ کورس او نورو قضایی زده کړی کورسونو لپاره درسی کتابونه او کمکی مواد تدقیقول

ج : د نشر وړ حقوقی اثارو تدقیق.

د : د قضاتو قضایی  کدرونو د کچې  لوړو په موخه د علمی اثارو تدقیق.

  1.  په سیمینارو نو، کنفرانسونو او حقوقی ورکشاپونو کې د ا.ا.ج د سترې محکمې استازیتوب .
  2.  د قضایی راپورونو په برخه کې:  

الف : د محاکمو قطعی پریکړو  مطالعه څو د دغو پریکړو لاملونه او انګیړنې واضح کړای شي.

ب : علمی معیارونو سره سم د قضایی راپورونو  چارې تنظیمول.

  1.   د اړوند کمیسیون په مرسته د قضایی کادرونو  رتبې لوړول او د تثبیت  چارې  تنظیمول.
  2.  د اړونده باصلاحیته کمیسیون له لارې د قضایی اجرااتو  د چارو ساده کولو بهیر تنظیمول.
  3. د سترې محکمې وړاندیز له مخې پاتې نور کارونه ترسره کول.