دقضاییه ځواک دعمومی اداری آمر
دوکتور عبدالملک کاموی لنډ ژوند لیک
دوکتور عبدالملک کاموی دعبدالعلی کاموی ځوی په 1347 هـ ش کال دننګرهار ولایت دکامی په ولسوالۍ کی نړۍ ته سترګی پرانیستی دی .
نوموړی خپلی لوړی زده کړی دماستری اودوکتورا ترسطحی دمصر دالازهر پوهنتون دمقایسوی حقوقو په څانګه کی بشپړی کړی دی .
دوکتور کاموی څلورکاله دقاهری اوالازهر په پوهنتونونو کی دلکچر داستاد په حیث دنده ترسر کړیده دموقت حکومت په رامنځ ته کیدو سره دعدلیی وزارت په غوښتنه دعدلیی دوزیر دمشاور په توګه ټاکل شوی اووروسته بیا داساسی قانون دکمیسیون ددارالانشا د معاون په حیث اوداساسی قانون دتصویب دلویی جرګی درئيس دحقوقی سلاکار په توګه دنده تر سره کړیده.
اوورپسی دټاکنو دګډ کمیسیون دحقوقی سلاکاراودجمهوری ریاست دټاکنو دکاندیدانو ددفتر دمسوول په توګه ټاکل شوی اوپه ۱۳83 کال کی ددولت دلزوم دید پر بنسټ دقضاییه ځواک دعمومی اداری آمر په حیث وټاکل شو.
نوموړی په بیلا بیلو حقوقی مسایلو کی له ۱۵ څخه زیات علمی آثار تدوین اوتالیف کړیدی چی زیات یی په عربی اوانګلیسی ژبو ژباړل شویدی .
ده له سلو څخه په زیاتو نړیوالو حقوقی کنفرانسونو کی دجرمنی ،هالینډ ، ترکمنستان ، فرانسی ، هسپانیی ،ایټالیا ، ایرلند اومصر په هیوادونوکی ګډون کړیدی .
په دری ،پښتو ، عربی او انګلیسی ژبو لیکل او خبری کولی شی .
© e-Government of Afghanistan,
All rights reserved.