د زابل ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۴۱۶) حقوقي او جزائي دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۹۱) وثیقې هم اجرا کړې دي.
د زابل ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱ / ۵ / ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ / ۵ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۴۱۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۹۱) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د زابل ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۴۷۵) حقوقي دوسیې راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۳۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۰۵) دوسیې فیصله شوې، (۱۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د زابل ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۱۴۶) جزائي دوسیې راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۰۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۹) دوسیې فیصله شوې، (۱) دوسیه مکتوبي مسترده شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د زابل ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۹۱) بېلا بېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.
