د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۶
د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فايز)؛ د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا او عامه امنیت دېوانونو رئیسانو، د قرغه‌يي او الینګار ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو رئیسانو او د تحریراتو آمر په ملتیا، په ۱۴/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د یاد ولايت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه.
د ليدنې په پيل کې یاد پلاوي د بندیانو حالت له نږدې وکاته؛ د هغوی ستونزې يې واورېدې، همداراز د بندیانو د زدکړو، هنري کسبونو او د هغوی د اوسېدو ځای او د خوړو په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.
په پای کې د بنديانو له‌خوا یاد پلاوي ته پوره ډاډ ورکړل شو؛ چې کومه ستونزه نلرو او ټولو برخو ته مو په ښه ډول رسېدنه کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۲۶
Background image

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د دوو جزائي دوسیو په اړه د وروستیو څېړنو د بشپړولو په موخه میدان وردګ او لوګر ولایتونو ته سفر وکړ

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس، محترم مفتي عتیق الله (دروېش)، د مفتي فضل الرحمن (قاسمي) په ملتیا، د ۱۴۴۸هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۹مه نېټه، د سترې محکمې د رئیس او قاضي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۶
Background image

د کونړ ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئيس د یاد ولايت له توقیف خونو څخه لیدنه وکړه 

د کونړ ولايت مرافعه محکمې اړوند د ښاري ابتدائيه محکمې رئيس محترم ظاهرالله (مروان)؛ د یادې محکمې د جزا دېوان رئيس مفتي عزت الله (جواد) او د عامه امنیت دېوان رئيس مولوي محیب الله (محسن). . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۴۸
Background image

د هلمند ولايت مرافعه محکمې رئيس د دغه ولايت ګرشک او نهرسراج ولسواليو له ابتدائیه محاکمو ليدنه وکړه

د هلمند ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبدالجلیل (سفیان) په مشرۍ یوه پلاوي؛ د ګرشک او نهر سراج ولسواليو د ابتدائیه محاکمو د قضائي، اداري چارو او حقوقو مدیریتونو څخه، د روان. . .

بیا په خبرونو کی