د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست له چارو پلټنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۸
د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست له چارو پلټنه وکړه

د قضائي تفتيش عمومي رياست د وړاندیز او د سترې محکمې محترم عالي مقام د حکم له مخې د مفتي حبيب الله (حبيب) په مشرۍ یوه پلاوي، چې مولوي محمد فقير (حنيف)، مولوي فلک شېر (حقاني)، مولوي عبدالله (ذکي) او مولوي روزي محمد (زميل) يې غړیتوب درلود، د سترې محکمې د مرکزي تميز عالي رياست د ۱۴۴۷ هـ ق کال کلنۍ عادي پلټنه وکړه.
یاد هيئت د خپل کاري پلان له مخې په ۱۲/ ۲/ ۱۴۴۸ هـ ق پلټنه پيل کړه او له کاري پلان سره سم يې لومړی د تميز عالي ریاست له عمومي رئيس محترم شيخ محمد شريف (حقاني) سره وکتل، د پلټنې کاري پلان یې ورسره شريک او د تميز محترم رئيس له یاد پلان سره پر موافقه سربېره په دې برخه کې د پوره همکارۍ ژمنه وکړه.
د پلټنې په دوام یاد هيئت د مرکزي تميز عالي ریاست اړوند مدني دېوان او د اختصاصي محکمې او تجديد نظر د قضایاوو د څېړلو هیئت له چارو څخه ليدنه او نظارت وکړ.
ورپسې یې د هر دېوان له رئيس سره ناسته وکړه، د هر دېوان د غړو شهرتونه يې وليکل او له هر رئيس سره يې د قضائي تفتيش رياست د لایحې قضائي او اداري پوښتنې شريکې او د هغوی ځوابونه يې وليکل.
دغه راز د قضائي تفتیش هیئت د هر دېوان د دوو مفتيانو له‌خوا حل او فصل شوې دوې دوسيې په غور او دقت بررسي کړې؛ د دېوان د رئیس په شتون کې یې له مفتيانو سره د هغوی د اړوندو دوسيو نواقص شريک او په اندارج کې یې د قضایاوو د ځنډ لاملونه وپوښتل.
په دې سربېره، د یاد هيئت له‌خوا د دېوان د کلنيو قضایاوو او اجراآتو احصائیه او ربعوار راپورونه له اندراج سره پرتله شول، صادره، وارده، اندراج، رسيدات او د اندارج کتابونه وکتل شول او له اداري کارکوونکو سره اداري نېمګړتياوې شریکې او د کتابونو د سم استعمال په اړه لازم پوهاوی ورکړل شو.
همداراز د دېوان له غړو سره د خپل منځي همغږۍ په اړه ناسته وشوه، د ټولو غړو سيرت او صورت او سلوکي او مسلکي وړتیاوې وارزول شوې او په تړاو یې د اړوند دېوان له رئیس سره ځينې سپارښتنې شريکې او د دېوان د روانو چارو په اړه د هغه نظر واورېدل شو. 
یاد هيئت د خپل کاري پلان په وروستي پړاو کې د تميز عالي ریاست د مقام، تحریراتو ریاست او اړونده شعبو د غړو شهرتونه وليکل، د ياد مرکزي رياست روان کاري بهير او اداري چارې يې په بشپړه توګه وڅېړلې او په پای کې يې د تميز عالي رياست محترم مقام سره وروستۍ ناسته ترسره او د خپلې پلټنې کاري بهیر په اړه يې لنډ معلومات ورکړل او د نوموړي مقام له همکارۍ څخه يې مننه وکړه. 
د سترې محکمې مرکزي تمیز عالي ریاست یاده پلټنه په ۱۸ /۳ /۱۴۴۸هـ ق پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محاکمو د اتم زون مسئولینو ترمنځ اداري غونډه وشوه

د کابل ولایت د ښاري ابتدائیه محاکمو د اتم زون د عمومي رئیس محترم شیخ محمد حسن (عدیل) په مشرۍ؛ په ۶/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د قضائي او اداري چارو د لا ښه‌والي او همغږۍ د تقویې په موخه اداري. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۰:۵۵
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له ښاري ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي‌الرحمن (فايز)، په ۹/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د لغمان ولایت له ښاري ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه.
د ليدنې په پيل کې د مرافعه محکمې رئيس د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۰:۳۰
Background image

د زابل ولایت مرافعه محکمې د مسئولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت د مرافعه محکمې مسئولينو او د حقوقو آمریت د استازو د هڅو په پایله کې، په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د یاد ولایت د شاجوی ولسوالۍ په «شهبار» سيمه کې رامنځته شوې د قتل موضوع حل او. . .

بیا په خبرونو کی