د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۲۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۴:۲
د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۲۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱ / ۵ / ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ / ۵ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۲۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۸) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۲۴۸) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۸۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۶) دوسیې فیصله شوې، (۹) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۹۴) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۴۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۹) دوسیې فیصله شوې، (۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د زابل ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۸) بېلا بېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۴:۳۷
Background image

د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې رئیس او مل پلاوي د پنځو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي عبدالله (فرقاني)، د یادې محکمې د مدني دېوان عضو محرر مولوي عبدالمالک (حقمل) او د عامه امنیت دېوان عضو محرر مولوي محب‌الله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۴:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۷۹۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۵۷۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

 د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۷۹۴) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۵۷۹). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۴:۳
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۷۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۴۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۳۰/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۷۸) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۴۲). . .

بیا په خبرونو کی