د ننګرهار ولايت لعل‌پورې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۴:۵۸
د ننګرهار ولايت لعل‌پورې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې د محترم رئیس د لارښوونې او د لعل‌پورې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د رئیس، محترم مفتي شېربهادر (عادل)؛ د پرله‌پسې هلو ځلو او د قومي مشرانو، علماء کرامو او مخورو په همکارۍ، د لعل‌پورې ولسوالۍ د بارو سيمې د دوو کورنیو ترمنځ هغه اوږدمهاله دښمني، چې له امله یې یو تن وژل شوی او دوه تنه سخت ټپیان شوي وو، په ۱۱/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق د سولې له لارې پای ته ورسېده.
یاده موضوع ابتدائیه محکمې ته له راجع کېدو وروسته په بشپړ دقت او بې‌طرفۍ وڅېړل شوه.
د ابتدائیه محکمې د دوامداره هڅو او د مصلحینو د منځګړیتوب په پایله کې دواړو لورو د سولې پرېکړه ومنله او د مقتول د کورنۍ وارثانو قاتل او له پېښې سره تړلو نورو اشخاصو ته بخښنه وکړه.
د دواړو کورنیو غړو ژمنه وکړه چې له دې وروسته به د دښمنۍ او تاوتریخوالي پر ځای د ورورولۍ، سولې، یووالي او متقابل درناوي په فضاء کې ژوند کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۵:۲۵
Background image

د پکتیکا ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۸۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره (۱۹۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتیکا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۸۴) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۹۸) وثيقې یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښاري ابتدائیه محکمې د درېیم او څلورم زونونو لپاره د څه باندې (۶.۵) میلیون افغانۍ په لګښت جلا جلا ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې د عالي مقام په حکم او د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست په هڅو د کابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې درېیم او څلورم زونونو لپاره د کابل ښار. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۱۸
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د تحریراتو رئیس د مخزن آمریت له کارکوونکو سره وکتل

د کابل ولایت د مرافعه محکمې د تحریراتو رئیس محترم مولوي سعید مختار (کریمي) د مخزن آمریت له اداري کارکوونکو سره د کارونو د لا ښه‌والي او مراجعینو ته د اسانتیاوو د برابرولو په موخه، په ۲۴. . .

بیا په خبرونو کی