د کاپیسا ولایت مرافعه محکمې مسئولینو په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ (۹) کلنه دښمني حل او فصل شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۳۲
د کاپیسا ولایت مرافعه محکمې مسئولینو په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ (۹) کلنه دښمني حل او فصل شوه

د کاپیسا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي عزیزالرحمن (حقاني) په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږيرو په منځګړيتوب، په ۱۷/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دوو کورنيو ترمنځ (۹) کلنه دښمني حل او فصل شوه.
یاده موضوع، چې دوه کسان په کې په قتل رسېدلي وو؛ ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه.
ورپسې د مسئولينو په ډېرو هڅو دواړه طرفونه سولې ته وهڅول شول، دوی هم ومنله، يو بل ته يې بخښنه وکړه او موضوع يې رسمًا پای ته ورسېده. 
په دې موخه جوړه شوې غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس د بېلا بېلو ولسوالیو او مرکز څخه راغلیو قومي مشرانو، سپین‌‌ږیرو، ځوانانو او مسئولینو ته ښه راغلاست ووايه او له قومي مخورو څخه یې وغوښتل، چې د نورو دښمنیو د حل لپاره خپلې مثبتې هلې ځلې دوامداره وساتي.
د غونډې په دوام د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس او مرستیال والي شیخ اسدالله سنان ارزښتناکه وینا وکړه او غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي پکتيا زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي کابل زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست له چارو پلټنه وکړه

د قضائي تفتيش عمومي رياست د وړاندیز او د سترې محکمې محترم عالي مقام د حکم له مخې د مفتي حبيب الله (حبيب) په مشرۍ یوه پلاوي، چې مولوي محمد فقير (حنيف)، مولوي فلک شېر (حقاني)، مولوي. . .

بیا په خبرونو کی