د پنځم زون (کندهار) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي شو

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۲
د پنځم زون (کندهار) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي شو

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د پنځم زون (کندهار) نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی ټاکل شوی قوماندان، مفتي شیرآغا (عرفان)، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع‌ الآخر میاشتې په ۱۶مه نېټه اړوندو مسئولینو او منسوبینو ته معرفي او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.
د نوموړي د معرفت غونډه، چې د سترې محکمې امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندان الحاج حافظ حکمت الله آغا (ذهین)، د دغه ریاست د دعوت او ارشاد آمر الحاج مولوي عصمت الله او نورو مسئولینو او منسوبینو په کې ګډون درلود، د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه. 
ورپسې د پنځم زون (کندهار) د نظامي محکمې رئیس محترم مولوي عبیدالله وینا وکړه وویل، په حکومتي مسؤلیتونو کې تغیر او تبدیل خامخا راځي، خو زموږ اخلاص او خدمت باید تغیر نه شي، ځکه زموږ ټولو موخه یو ده، حاکم اسلامي نظام ته به خدمت کوو او د لا استحکام لپاره به په ګډه کار کوو.
دغه راز د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندان الحاج حافظ حکمت الله آغا (ذهین) د ناستې ګډونوالو ته د وینا پر مهال له ټولو مسئولینو او منسوبینو وغوښتل، چې له نوي ټاکل شوي قوماندان سره د چارو په بهبود کې پوره همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې مفتي شېرآغا (عرفان) تر دې مخکې د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د غزني زون د قوماندان په توګه دنده ترسره کوله. 
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۱۶
Background image

د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي‌القضات د شپږو زونونو له والیانو سره وکتل

د سترې محکمې رئیس او قاضي‌القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب، پرون چهارشنبه (۲/۵/۱۴۴۸هـ ق) نېټه په خپل کاري دفتر کې د ملک د شپږو زونونو له والي صاحبانو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۳۰
Background image

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو؛ د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع، په ۲۸/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده پېښه د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند. . .

بیا په خبرونو کی