د سترې محکمې د قضائي تفتيش عمومي رياست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې لنډ راپور

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۳:۵۶
د سترې محکمې د قضائي تفتيش عمومي رياست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د قضائي تفتيش عمومي رياست د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د لوګر، پروان، هلمند، پنجشېر، سمنګان او کابل ولایتونو مرافعه محاکمو په ګډون د کابل ولایت د ۱۴ ولسوالیو ابتدائيه محاکمو، د تېرې ادارې د قضایاوو د څېړلو اختصاصي او د نشه‌يي توکو لپاره اختصاصي محاکمو او د وثایقو شپږ آمریتونو د قضائي او اداري مسؤولینو کړنې وڅېړل شوې، د هغو منسوبینو نواقص چې کم وو د محاکمو له مقرراتو او مصوباتو سره سم د مفتشینو له‌خوا ورته لازمې توصیې وشوې او د هغه منسوبینو چې نواقص يې زیات وو، راپورونه يې د وروستي هدایت لپاره د سترې محکمې عالي مقام ته ولېږل شول.
۲ـ د قضائي مفتشینو له‌خوا د پورته ذکر شویو محاکمو د عادي څېړنې پر وخت د هغه قضائي، اداري او خدماتي منسوبینو، چې با استعداده، وړتیا لرونکي او مخلص کسان  وو، د ارتقاء یا په لوړو بستونو کې د تقرر لپاره او د هغو منسوبینو، چې تخلف يې زیات وو، راپورونه يې د وروستي هدایت لپاره د سترې محکمې عالي مقام ته ولېږل شول.
۳ـ د مؤظف هيئت له‌خوا په پورته ذکر شویو محاکمو کې د استوګنې د ودانیو له فزیکي وضعيت څخه ليدنه وشوه؛ د ترمیم په موخه يې راپور ترتیب او د سترې محکمې عالي مقام ته ولېږل شو.
۴ـ د قضائي پلټنو عمومي ریاست د قضائي اجراآتو د ارزونې په موخه د (لوګر، پروان، هلمند، پنجشېر او سمنګان) ولایتونو له زندانونو څخه لیدنه او نظارت ترسره کړ او د بندیانو ستونزې، شکایتونه او قضائي اړتیاوې ثبت او دا شکایتونه يې د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو او نورو اړوندو ادارو سره د حل لپاره شریک کړل.
۵ـ د قضائي مفتشینو له‌خوا (۱۰۳) اقتضائي قضایاوو ته رسېدنه شوې او راپور يې د وروستيو هدایاتو په موخه د سترې محکمې عالي مقام ته لېږل شوی دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښاري ابتدائیه محکمې د درېیم او څلورم زونونو لپاره د څه باندې (۶.۵) میلیون افغانۍ په لګښت جلا جلا ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې د عالي مقام په حکم او د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست په هڅو د کابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې درېیم او څلورم زونونو لپاره د کابل ښار. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۰:۱۸
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د تحریراتو رئیس د مخزن آمریت له کارکوونکو سره وکتل

د کابل ولایت د مرافعه محکمې د تحریراتو رئیس محترم مولوي سعید مختار (کریمي) د مخزن آمریت له اداري کارکوونکو سره د کارونو د لا ښه‌والي او مراجعینو ته د اسانتیاوو د برابرولو په موخه، په ۲۴. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۱
Background image

د زابل ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس مفتي موسی کلیم (برهاني) په مشرۍ؛ د ياد رياست ټولو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په  ۲۰/ ۳ / ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د. . .

بیا په خبرونو کی