کندهار ولایت کې ۹ مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۸ - ۹:۴۰
کندهار ولایت کې ۹ مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د سه شنبې په ورځ (24 /6 /1444هـ ق) نېټه په کندهار ولایت کې د استیناف محکمې د جزاء دېوان لخوا په احمد شاهي لوبغالي کې 9 مجرمینو ته د لواطت او غلا د جرم په وجه تعزیري سزا ورکړل شوه.

یادو مجرمینو ته د تعزیري سزا د ورکولو په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د استیناف محکمې رئیس مولوي محب الله، د استیناف محکمې د جزاء دېوان رئیس مفتي فضل الله (عاصم)، د استیناف او ښاري محاکمو د دېوانونو قضاتو، د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیات الله (مبارک)، د کندهار امنیه قوماندان مولوي رحیم الله (محمود)، د امر بالمعروف مسؤولینو او عامو خلکو ګډون کړی و.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د کندهار ولایت د استیناف محکمې د جزاء دېوان رئیس، د کندهار مرستیال والي، امنیه قوماندان او د امربالمعروف مسؤول یو په بل پسې د جلسې ګډونوالو ته خپلې ارزښتناکې ویناوې واورولې.

یاده غونډه مجرمینو ته د تعزیري سزا تر تطبیق وروسته د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۲:۶
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړې؛ چې جزئیات يې په لاندې ډول دي:
۱ـ په لومړۍ ربعه کې د تحریراتو ریاست ته د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۱:۵
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۶۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۲۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۸/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۲۰ /۶ / ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۵۶۴) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۰:۵۳
Background image

په ننګرهار ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۱۹/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کسان. . .

بیا په خبرونو کی