د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي القضات سرپل ولایت ته سفر وکړ

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۷ - ۱۰:۲۷
د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي القضات سرپل ولایت ته سفر وکړ

د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) حفظ الله او د سترې محکمې قضائي معاون محترم شیخ محمد قاسم راسخ حفظه الله د یوه قضائي پلاوي په مشرۍ ولایتونو ته د خپل سفر په دوام په ۹/۲/۱۴۴۴ هـ ق نېټه سرپل ولایت ته سفر وکړ او د ولایت په مقام کې یې د یاد ولایت اړوند محاکمو له قضاتو او نورو مسوولینو سره ولیدل.

په دغه لیدنه کې لومړی د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) حفظه الله قضاتو ته په خطاب وویل: ((ډېر ښه وشول چې تاسو مې له نږدې ولیدی او له یو بل سره مو له نږدې ملاقات وشو.))

شیخ صاحب حفظه الله زیاته کړه: ((د دغه سفر موخه داده چې تاسو وکولای شی له نږدې خپلې ستونزې له موږ سره شریکې کړی او موږ د یادو ستونزو د حل لپاره درته مناسبې سپارښتنې او هدایات وکړو.))

محترم حقاني حفظه الله د دغه ولایت د محاکمو اړوند قضاتو ته په اشاره وویل، تاسو ډېر لوی مسوولیت په غاړه لری، د محاکمو له قضاتو څخه هر څوک تمه لري چې د دوی په وسیله خپل حقونه ترلاسه کړي. په اصل کې د دوی دغه تمه په ځای ده، ځکه موږ د محاکمو په وسیله خپل حقونه ترلاسه کولای شو، نو ځکه قضاتو ته ضروري ده چې له خلکو سره ښه اخلاق وکړي تر څو خلک په ځانګړې توګه مظلومان خپل حقونه ترلاسه کړي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: ((انصروا الظالم والمظلوم))، یعنې له مظلوم سره د نصرت مانا داده چې دوی خپلو حقونو ته ورسېږي.

محترم شیخ صاحب حفظه الله زیاته کړه، که موږ توجه وکړو په تېرو ۴۳ کلونو کې پر ملت بېلا بېل ظلمونه شوي دي، زموږ تقاضا داده چې له دې وروسته په ملت له هېڅ لارې ظلم ونشي.

نوموړي زیاته کړه، بله موضوع داده چې په خپلو پرېکړو کې حکمت په نظر کې ونیسئ، د عثماني خلافت پر مهال یو مدعي او مدعي علیه د کومې موضوع پر سر د دعوی په نسبت قاضي ته راغلل، قاضي دوی دواړه دومره ترغیب او ترهیب کړل چې دواړو وژړل او په خپله خوښه یې خپل منځ کې سوله وکړه.

پر دې سربېره له خپلو پرېکړو مخکې همېشه طرفین سولې ته دعوت کړئ، د دارالحکام لیکوال لیکي: ((کله چې د پرېکړې شرایط موجود وي قاضي ته جایزه نه ده چې حکم وځنډوي، مګر په څلورو صورتونو کې، چې له دې ډلې یو یې همدا دی چې قاضي له طرفینو د سولې امید ولري. قضاوت په اصل کې یوه دینې وظیفه ده چې باید په اصولي ډول ترسره شي.))

وروسته د سترې محکمې قضائي معاون محترم شیخ محمد قاسم (راسخ) خبرې وکړې، د سترې محکمې د محترم رئیس او قاضي القضات حفظه الله د خبرو په تایید یې وویل:

  • که په نړۍ کې ښه انسانان موجود وي له شک پرته هغه د علماوو ډله یعنې تاسو یاست، نو له ښو انسانانو د ښو کارونو تمه کېږي.
  • په تېرو ۴۳ کلونو کې افغانستان کې انسانان مظلوم وو، له دې وروسته باید په مظلومیت کې پاتې نه شي.
  • د تېرې ادارې د کارکوونکو (قضاتو او غیر قضاتو) په اړه مو څومره منفي خبرې اورېدې؛ نو موږ او تاسو باید خپلې دندې په داسې ډول ترسره کړو چې په حق کې مو دغه ډول بدې خبرې ونشي، ځکه که د یو ملت مفکوره ستاسو په تړوا منفي شي بیا یې بېرته اصلاح کول ډېر سخت دي.
  • محترمو قضاتو ته د سترې محکمې لخوا په کافي اندازه معاش ورکول کېږي، باید د هغه قدر وشي او دغه نعمت په هېڅ ډول هېر نه کړي. [وَأَمَّا بِنِعْمَةِ رَبِّكَ فَحَدِّثْ].
  • محترم قضات دې په ټولیزه توګه د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي ریاست متحدالمآلونه په ډېر غور او دقت سره مطالعه کړي.

په پای کې د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات محترم حقاني حفظه الله د قبالو، نکاح خطونو، وکالت خطونو د اجراء په اړه لازم توضیحات ورکړل او ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۱۰
Background image

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونیو کې (۱۴۳۹) دوسیو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونیو کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۴۳۹) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئیات یې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۲۹
Background image

کابل ولايت د حقوقو رئيس د دغه ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسواليو د حقوقو له مديریتونو څخه ليدنه وکړه

د
د کابل ولايت د حقوقو رئيس محترم مفتي نصیب الله (طیب)، په ۲۴ /۴ /۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولايت د چهاراسیاب او موسهي ولسواليو د حقوقو له مديريتونو څخه ليدنه وکړه.
محترم مفتي نصیب الله (طیب). . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۵
Background image

د سترې محکمې د نظامي معاونيت د دفتر نوي رئيس مولوي عبدالغفار (بریالي) د معرفت غونډه وشوه

د سترې محکمې د نظامي معاونيت د دفتر نوی ټاکل شوی رئيس محترم مولوي عبدالغفار (بریالی) نن ورځ، په (۲۴/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد معاونيت قضائي غړو او اداري کارکوونکو. . .

بیا په خبرونو کی