د کابل ولايت مرافعه محکمې د تحریراتو رئیس د سندونو او وثیقو د ثبت آمریتونو له کارکوونکو سره وکتل

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۲
د کابل ولايت مرافعه محکمې د تحریراتو رئیس د سندونو او وثیقو د ثبت آمریتونو له کارکوونکو سره وکتل

د کابل ولایت مرافعه محکمې د تحریراتو رئیس محترم مولوي سعید مختار (کریمي)، د سندونو او وثیقو د ثبت آمریتونو له اداري کارکوونکو سره د کارونو د لا ښه‌والي او مراجعینو ته د اسانتیاوو د برابرولو په موخه، په ۲۴/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق اداري غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د سترې محکمې د اصولو او لارښوونو پر بنسټ، اداري کارکوونکو ته د لاندې موضوعاتو په اړه لازمې لارښوونې وشوې:
۱ـ د مراجعینو د عريضو او وثیقو د پړاوونو پر وخت او چټک خلاصول.
۲ـ په ټولو اداري چارو او کتابونو کې د پوره شفافیت او نظم مراعاتول.
۳ـ راغلو هېوادوالو ته د آسانتیاوو برابرول او له هغوی سره د اصولو په رڼا کې نېک چلند کول.
۴ـ د آمریتونو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او د کارونو په صداقت سره ترسره کول.
۵ـ د ټولو کارکوونکو له‌خوا د خپلو دندو په سمه توګه او د مسؤولیت منلو په روحیه ترسره کول.
د غونډې په پای کې د تحریراتو رئيس د کارکوونکو ستونزې واورېدې او د حل په موخه یې د سترې محکمې د متحدالمآلونو او هدایاتو سره سم ورته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي پکتيا زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي کابل زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست له چارو پلټنه وکړه

د قضائي تفتيش عمومي رياست د وړاندیز او د سترې محکمې محترم عالي مقام د حکم له مخې د مفتي حبيب الله (حبيب) په مشرۍ یوه پلاوي، چې مولوي محمد فقير (حنيف)، مولوي فلک شېر (حقاني)، مولوي. . .

بیا په خبرونو کی