د کاپیسا ولایت مرافعه محکمې مسئولینو په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ (۹) کلنه دښمني حل او فصل شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۳۲
د کاپیسا ولایت مرافعه محکمې مسئولینو په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ (۹) کلنه دښمني حل او فصل شوه

د کاپیسا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي عزیزالرحمن (حقاني) په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږيرو په منځګړيتوب، په ۱۷/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دوو کورنيو ترمنځ (۹) کلنه دښمني حل او فصل شوه.
یاده موضوع، چې دوه کسان په کې په قتل رسېدلي وو؛ ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه.
ورپسې د مسئولينو په ډېرو هڅو دواړه طرفونه سولې ته وهڅول شول، دوی هم ومنله، يو بل ته يې بخښنه وکړه او موضوع يې رسمًا پای ته ورسېده. 
په دې موخه جوړه شوې غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس د بېلا بېلو ولسوالیو او مرکز څخه راغلیو قومي مشرانو، سپین‌‌ږیرو، ځوانانو او مسئولینو ته ښه راغلاست ووايه او له قومي مخورو څخه یې وغوښتل، چې د نورو دښمنیو د حل لپاره خپلې مثبتې هلې ځلې دوامداره وساتي.
د غونډې په دوام د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس او مرستیال والي شیخ اسدالله سنان ارزښتناکه وینا وکړه او غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۳۳۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۳۱۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۳ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۳ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۱۳۳۶) دوسیو ته پر رسېدنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۲۲
Background image

د پکتیا ولایت ښاري ابتدائیه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس، الحاج مولوي محمد رحیم (نعماني)، په مشرۍ، په ۱۳/۳/۱۴۴۸هـ ق نېټه، د یادې محکمې د قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، قضائي او اداري غونډه وشوه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۲
Background image

د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي رياست لپاره مرستيال معرفي شو

د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي رياست نوی مرستيال محترم مفتي احمد نصرت نن يکشنبه (۳۰/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټه، د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد رياست کارکوونکو ته معرفي او رسمًا يې خپله دنده پيل. . .

بیا په خبرونو کی