د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات حفظه الله بلخ ولایت ته سفر وکړ

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۴ - ۱۳:۱۲
سفر قاضی القضات

د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات شیخ عبدالحکیم (حقاني) حفظه الله د هیواد ولایتونو ته د خپلو سفرونو په لړۍ کې د قضائي پلاوي په مشرۍ چې د سترې محکمې قضائي مرستیال محترم شیخ محمدقاسم (راسخ) هم په کې ګډون درلود، تېره شنبه (۶/۲/۱۴۴۴ هـ ق) نېټه بلخ ولایت ته سفر وکړ.
د سترې محکمې رئیس محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) حفظه الله او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته د دغه سفر پر مهال د یاد ولایت د استیناف محکمې د غونډو په تالار کې د بلخ د محاکمو له مسوولینو،محترم والي، او نورو ولایتي اداري رئیسانو او مسوولینو سره ناسته وکړه.
په یاده ناسته کې چې د سترې محکمې د قضائي مرستیال محترم شیخ محمدقاسم (راسخ) په مشرۍ جوړه شوې وه، د بلخ د استیناف محکمې عمومي رئیس مولوي محمد یوسف (ابوالوفا)، د بلخ ولایت محترم والي الحاج مولوي قدرت الله (ابوحمزه)، د استنیاف د دېوانونو رئیسانو، مفتیانو او محررینو او د شهري محکمې اړوند دېوانونو رئیسانو ګډون درلود.
یادې غونډه ته چې د کلام الله مجید د څو آیاتونو په تلاوت پیل شوه، د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات شیخ عبدالحکیم  (حقاني) حفظه الله هر اړخیزه وینا وکړه وویل، اسلامي نظام د الله(جل جلاله) له لوري ستر نعمت دی او د الله (جل جلاله) د دغه نعمت د شکر  اداکول زموږ  ټولو مسوولیت او وجیبه ده.
شیخ صاحب حفظه الله په خپلو خبرو کې د ناستې ټولو ګډونوالو ته د دارالاافتاء ریاست د جوړولو پر اطمینان سربېره د صادره او وارده په تړاو د ناستې ګډونوالو ته وضاحت وکړ.
د سترې محکمې رئیس شیخ صاحب حفظه الله د ناستې ګډونوالو ته ټینګار  وکړ چې په خپلو ورځنیو چارو کې د سترې محکمې له عالي مقام څخه صادر شوي متحدالمـآلونه او لارښوونې په ښه توګه عملي کړي. 
دغه راز شیخ صاحب حفظه الله د وثایق مخزن آمریت د اداري پر مختګ د لارو چارو په اړه تفصیلي خبرې وکړې او د ناستې له ګډونوالو سره یې په دې اړه لازمې لارښوونې او مشورې شریکې کړې.
ورپسې د سترې محکمې قضائي مرستیال محترم شیخ محمد قاسم (راسخ) غونډې ته وینا وکړه، د شرعي احکامو تطبیق یې د ټولنې د بقا او اصلاح لپاره خورا مهم و بلل.
دغه راز نوموړي هره میاشت کې یو ځل د اداري او قضائي ناستو د جوړېدو د اهمیت او اهدافو په اړه د ناستې ګډونوالو ته تفصیلي خبرې وکړې وویل، د داسې غونډو جوړول زموږ  د اداري چارو د سمون ، د قضائي مسایلو اړوند استهداءګانو‎ ته د رسېدو لپاره ډېر زیات اهمیت لري.
 پر دې سر بېره د دېوانونو رئیسا نو هر یو مولوي عبدالسلام (مظهري)، د امنیت عامه رئیس او د دېوان جزاء رئیس شیخ فریدالدین (حقاني) په خپل نوبت سره شته مشکلات  شریک کړل، د محترم قاضي القضات صاحب حفظه الله له لوري ټولو مسایلو او مشکلاتو ته شرعي حللارې و لټول شوې ترڅو په راتلونکي کې یې کارونه له ځنډ سره مخ نشي.
ناسته د محترم قاضي القضات شیخ عبدالحکیم (الحقاني) حفظه الله لخوا د دعاء په ویلو سره  پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۳۳۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۳۱۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۳ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۳ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۱۳۳۶) دوسیو ته پر رسېدنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۲۲
Background image

د پکتیا ولایت ښاري ابتدائیه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس، الحاج مولوي محمد رحیم (نعماني)، په مشرۍ، په ۱۳/۳/۱۴۴۸هـ ق نېټه، د یادې محکمې د قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، قضائي او اداري غونډه وشوه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۲
Background image

د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي رياست لپاره مرستيال معرفي شو

د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي رياست نوی مرستيال محترم مفتي احمد نصرت نن يکشنبه (۳۰/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټه، د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد رياست کارکوونکو ته معرفي او رسمًا يې خپله دنده پيل. . .

بیا په خبرونو کی